"افغان ځواکونه په بشپړه توګه امنیت نیولی شي"

Image caption جنرال اعظیمي وايي تر ٢٠١٤ ميلادي کال وروسته افغان پوځ د خپل هيواد د امنيت ساتلودنده تر سره کولى شي

افغان ملي پوځ وايي چې ځواکونه يې تر ٢٠١٤ ميلادي کال وروسته د دغه هېواد د بشپړ امنيت وړتيا لري او په وينا يې د کومو سيمو امنيت چې له بهرنيو و افغان ځواکونو ته سپارل شوى امنيتي حالت يې تر پخوا ښه شوى دى.

د افغانستان د دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي دا څرگندونې په افغانستان کې د ناټو د عمومي قومندان جنرال جوزف ډانفورډ هغو څرگندونو ته په غبرگون کې کړې دي چې د امريکا سنا مجلس ته يې ويلي تر ٢٠١٤ ميلادي کال وروسته د افغانستان د امنيت په اړه انديښنه لري.

په دې وروستيو کې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جوزف ډانفورډ د امريکې د سنا د وسلوالو ځواکونو کوميټې ته ويلي چې گواکې افغانان له وسلوالو طالبانو دومره نه ډاريږي، چې تر ٢٠١٤ کال وروسته پيښو نهډاريږي.

دې څرگندونو د افغان حکومت غبرگون پارولى او په ځواب کې يې وايي چې تر ياد شوي کال وروسته د افغانستان د امنيت په اړه هيڅ ويره نه لري.

د افغانستان د دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي بي بي سي ته وويل چې تر ٢٠١٤ ميلادي کال وروسته افغان پوځ د خپل هيواد د امنيت ساتلو دنده تر سره کولى شي او په وينا يې د هغو سيمو امنيت د پخوا په پرتله ښه شوى دى چې د امنيتي ليږد په پړاونو کې له بهرنيو ځواکونو افغان هغو ته سپارل شوې دي.

جنرال ډانفورډ د امريکې د سنا د وسلوالو ځواکونو کوميټې ته دا هم ويلي چې امريکا او متحدين يې بايد تر ٢٠١٤ کال وروسته هم خپل پوځونه په پلازمينه کابل او د هغې په چاپيريال کې وساتي.

خو د افغانستان د دفاع وزارت وويل چې وسمهال هم د افغانستان ډيرى برخه د دوى د ځواکونو تر ولکې لاندې ده او په راتلونکي کې به هم د خپل هيواد ساتنه کوي.

ورته مطالب