ننګرهار کې پنځه ځانمرګي برید ګر نیول شوي

Image caption برید ګر د ننګرهار په ثمرخیلو کې نیول شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي د دغه هېواد په ختیځ ننګرهار ولایت کې پنځه کسه ځانمرګي برید ګر نیول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویندوی صدیق صدیقي نن (اپریل ۱۹ مه) کابل کې خبریالانو ته وویل، چې د یوې ښځې په شمول پنځه کسه ځانمرګي برید ګر د ننګرهار په ثمرخیلو کې نیول شوي دي.

د ښاغلي صدیقي په وینا نیول شویو کسانو پلان درلود، چې د غوايي ( ثور) په اتمه، چې د مجاهدینو د بري کلیزه لمانځل کېږي، د هېواد په پلازمېنه او ولایتونو کې ترهګریز بریدونه وکړي.

د نوموړي په وینا له دې کسانو څخه نیول شوي څلور واسکټونه، چې په ځانمرګي بریدونو کې ورڅخه کار اخیستل کېږي او یو ګاډی جوتوي، چې دغه کسان تازه له بهره افغانستان ته ننوتي دي.

د صدیقي په وینا دوی هڅه کوي، چې د نیول شویو بریدګرو او د دوی د لارښوونکو په باره کې نور معلومات هم تر لاسه کړي.

د ۱۳۸۷ کال په هغه برید کې، چې کابل کې د مجاهدینو د بري لمانځلو پر مراسمو وشو، د ملي شورا د یوه وکیل په شمول درې کسان ووژل شول او نهه کسه نور ټپیان شول.

ورته مطالب