کابل د بدخشان نا امني د چین له لارې سره تړي

Image caption د فوايد عامي وزارت په تېر لمريز کال کې ويلي وو چې په نژدې راتلونکي کې به د افغانستان او بدخشان له لارې د تاجکستان او چين د ګډې پولې په ترڅ کې له دغو هېوادونو سره وتړل شي

د افغانستان کورنيو چارو وزارت ويلي دي، ختيځ ګاونډى هېواد يې نه غواړي چې افغانستان د ځمکې له لارې چين سره ونښلي. سره له دې چې چارواکي د دغه هېواد نوم نه دى اخیستى خو څرګنده ده چې د افغانستان په ختيځ کې پاکستان پروت دى.

د ياد شوي وزارت وياند صديق صديقي ويلي چې ياد شوي هېواد د دغې پروژې د مخنيوي په موخه د بدخشان په وردوج ولسوالۍ کې وسله وال مخالفان جګړې ته هڅولي دي.

تېر کال د ټولګټو وزارت ويلي وو چې په نژدې راتلونکي کې به دغه هېواد د بدخشان له لارې د تاجکستان او چين د ګډې پولې په ترڅ کې له دغو هېوادونو سره د ځمکې له لارې ونښلول شي.

په کابل کې د چين سفارت هم هغه مهال رسنيو ته ويلي وو چې د دې لويې لارې جوړېدل به نه يوازې د چين بلکې د سيمې د ټولو هېوادونو پر اقتصاد ګټور اغېز وکړي.

له څو تېرو مياشتو راهيسې د شمالي ولايت بدخشان له وردوج ولسوالۍ څخه د حکومتي ځواکونو او مخالفو وسله والو د نښتو او ډزو ډوز خبرونه تر لاسه کېدل، ښايي له ځينو سره پوښتنه پيدا شوي وي چې د افغان حکومت مخالف وسله وال ولې له ادعا شويو لسګونو تلفاتو سره سره په پرلپسې ډول په دغه ولسوالۍ کې جنګېږي؟

دې پوښتنې ته د افغانستان د کورنيو چارو وزارت ځواب دا دى چې د ځمکې له لارې د چين او افغانستان د نښلولو پر ګټوره پروژه غور روان دى او وسله وال مخالفان په جرړو کې د دې پروژې شنډول غواړي.

د ياد شوي وزارت وياند صديق صديقي نېغ په نېغه د پاکستان نوم وا نه خیست خو و يې ويل چې مخالف وسله وال د ختيځ ګاونډي هېواد په لمسه دا کار کوي.

"په پام کې ده چې يوه لويه لاره د بدخشان له لوري چين سره ونښلول شي. دا لويه لاره به افغانستان ته ډېر اقتصادي ارزښت ولري چې صادرات به ترې وشي. د دې موضوع په درک کولو سره د افغانستان له پولو ها خوا دښمنان ډېره هڅه کوي چې د دغه پنځه اويا کيلو متره سړک پروژې مخه ونيسي. دا لويه لاره چې زموږ هېواد نېغ په نېغه له چين سره نښلوي، د دې لامل ګرځي چې موږ دې يو شمېر ګاونډيو هېوادونوته اړتيا و نه لرو، نو دا هغو هېوادونو ته د منلو وړ نه ده چې غواړي افغانستان ورته اړ او محتاج وي، زما موخه د افغانستان ختيځ لورى دى."

د فوايد عامي وزارت په تېر لمريز کال کې ويلي وو چې په نژدې راتلونکي کې به دغه هېواد د بدخشان له لارې د تاجکستان او چين د ګډې پولې په ترڅ کې له دغو هېوادونو سره وتړل شي

چارواکو د بدخشان د فيض اباد، بهارک او بهارک اېش کاشم د سړک جوړولو لړۍ چې پيل شوې د همدې ځنځير کړۍ بللې وه.

هغه مهال په کابل کې د چين سفارت هم يو شمېر رسنيو ته ويلي وو چې د دې پروژې بشپړتيا به نه يوازې د چين او افغانستان بلکې د ټولې سيمې پر سوداګرۍ او اقتصاد ګټوره اغېزه وکړي.

همدا راز د افغان ولسمشر يوه حقوقي سلاکار د چين او افغانستان د اړيکو د ارزښت بيانولو پر مهال ويلي وو، که د چين او افغانستان اړيکي ټينګ شي،او يو تر بله انګيرل شوى ستراتيژيک تړون هم لاسليک کړي ښايي دا چاره د پاکستان او چين د روايتي ملګرتيا د کمزورتيا لامل وګرځي.

يو شمير نور کارپوهان هم وايي چين هغه مهال د پاکستان ملګرتيا ته ډېر اړ و چې ځان يې پوره ځواکمن نه احساسوۀ، خو اوس وايي نژدې يو نړيوال اقتصادي ځواک دى چې ښايي و نه غواړي د پاکستان د دوستۍ له کبله د پراخې نړۍ د نورو هېوادونو د ملګرتيا قرباني ورکړي.

ورته مطالب