ولسي جرګه د سولې کمېټه جوړوي

Image caption په ولسي جرګه کې حاضرو نژدې ټولو استازو د سولې د عالي شورا پر کارکړنو نیوکې درلودې.

د افغانستان ولسي جرګې د یوې نوې پارلماني کمېټې د جوړېدو لپاره رایه ورکړه چې په هېواد کې د سولې ټینګېدو د ځانګړو پروګرامونو لپاره هڅې وکړي.

د ولسي جرګې د شنبې ورځې په غونډه کې د سولې د عالي شورا پر کار کړنو نیوکې وشوې او هغه یې کمزورې وبللې.

په داسې حال کې چې د سولې عالي شورا د خپلو تېرو دوو کلونو کارکړنو دفاع کوي، خو د ولسي جرګې د مشورو هر کلی هم کوي.

وروسته تر مودو نن (شنبه، د اپریل ۲۰) د افغانستان د ولسي جرګې ډېړی غړي لږ تر لږه د یوې موضوع پر سر یوه خوله وو او هغه دا چې په تېرو څو کلونو کې د سولې عالي شورا کار کړنو چندان پایله نه درلوده.

د ولسي جرګې تالار د سولې او له مخالفینو سره د سولې د عالي شورا د موضوعګانو پر خبرو ډک وو.

په ولسي جرګه کې حاضرو نژدې ټولو استازو د سولې د عالي شورا پر کارکړنو نیوکې درلودې او هغه يې یو اړخیزې بللې.

ځینو هغه د حکومت سیاسي لوبه ګڼله او ځینو خو بیا آن د سولې عالي شورا د تړلو خبر هم کوله.

یو بل استازي بیا وویل که د سولې عالي شورا ته ځانګړې شوې بودجه د امنیتي ځواکونو په پیاوړي کولو ولګول شي، نو پایلې به څو برابره ښې وي.

له دې ټولو نیوکو سره سره په ولسي جرګې کې د سولې د عالي شورا یوازیني پلوي شهزاده شاهد د دغې شورا له کار کړنو دفاع وکړه.

ښاغلی شاهد چې هم د پارلمان او هم د سولې د عالي شورا غړیتوب لري وویل د سولې عالي شورا د پارلمان له خوا د هر راز حل لارو او وړاندیزونو هر کلی کوي.

خو د هغه خبرو و نه شو کړای د ولسي جرګې نور استازي قانع کړي، په پایله کې د رایو په اتفاق تصمیم ونیول شو چې د سولې چارو د یوه پراخ پروګرام د پلي کولو لپاره یوه ځانګړې پارلماني کمېټه جوړه شي.

د سولې عالي شورا څه باندې دوه نیم کاله مخکې د سولې مېز ته د مخالفینو د را ټولو په موخه جوړه شوه.

دغه شورا ۶۸ غړي لري چې یو شمېر جهادي مشران، د کابینې وزیران، د طالبانو یو شمېر مخکني چارواکي، قومي مخور مشران او یو شمېر ښځې دي.

نیوکه کوونکي وايي د سولې عالي شورا د جوړښت له مهال تر دې دمه د لسګونو میلیونو ډالرو په لګولو سره بیا هم نه ده توانېدلې چې آن یو اغېزمن مخالف قومندان د سولې خبرو ته راکاږي.

ورته مطالب