‌‌طالبانو غزني کې ۶ سیمه ییز پولیس وژلي

Image caption غزني ولایت کې تېره اونۍ هم ورته برید شوی و.

د غزني ولایت په ده یک ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو شپږ سیمه ییز پولیس وژلي دي او مشران یې له ځان سره وړي.

د غزني ولایت د چارواکو په وینا یو کس چې له طالبانو سره یې لاس درلود د سیمه ییزو پولیسو پوستې ته ننوتی او کسان یې له ځان سره تښتولي دي.

د غزني والي ویاند نبي جان بي بي سي ته وویل، چې تېره شپه د عبدالرازق په نوم یوه کس چې له طالبانو سره یې لار درلوده، شپې مهال پر سرتېرو برید وکړ، شپږ کسان یې ووژل، یو یې ټپي کړ او خپله له طالبانو سره وتښتېد.

غزني ولایت کې تېره اونۍ هم، په اندړو ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو ۱۳ پاڅون کوونکي ووژل. چارواکو ویلي و، چې احتمالا وژل شوي کسان لومړی مسموم شوي او وروسته وژل شوي دي.

رسنیو ته په یوه لېږل شوي پیغام کې د وسله والو طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د ده یک په تاسنګ سیمه کې برید د دوی ملګرو کړی او د یوه قومندان په شمول یې د ۱۳ کسانو د وژلو ادعا کړې.

ورته مطالب