کابل وايي پاکستان پر کرښه دروازه نه ده پورته کړې

Image caption افغانستان له پاکستانه غواړي چې لګولې دروازه پورته کړي.

د افغانستان بهرنيو چارو وزارت ويلي، پاکستاني ځواکونو چې د ننګرهار ګوشتې ولسوالۍ ته څېرمه د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې کومه دروازه درولې لا هم ولاړه ده.

پکستاني پوځ او د ننګرهار ولايت يو شمېر سيمه یيزو چارواکو مخکې ويلي و چې دوازه يې بېرته لرې کړې ده.

د بهرنيو چارو وزارت ويلي له پاکستان سره په اړيکو کې دي چې دا ستونزه له دېپلوماتيکو لارو هواره کړي.

د بهرنيو چارو وزارت وايي پاکستاني پوځ چې د ننګرهار له ګوشتې ولسوالۍ سره نژدې د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې کومه دراوزه لګولې لا هم پر ځاى ده چې په وينا يې افغان حکومت ته د منلو وړ نه ده.

مخکې د پاکستاني پوځ او د ننګرهار د يو شمېر سيمه یيزو چارواکو له خولې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې ګواکې پاکستان دغه دروازه بېرته پورته کړې ده.

خو د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زي دا خبرونه نا سم وبلل او و يې ويل چې دروازه لا هم پر خپل ځاى پاتې ده.

ښاغلي موسى زي وويل د دغې ستونزې د هواري په موخه له پاکستان سره په اړيکو کې دي.

نوموړي يو ځل بيا په ټينګه سره له هغه هېواده وغوښتل چې لګولې دروازه پورته کړي.

د يو شمېر راپورونو له مخې پاکستان په ياده شوې سيمه کې يوازې د دروازې په لګونه بسنه نه ده کړې، بلکې درنې وسلې يې لګولي او سرتېري يې هم مېشت کړي دي.

دې چارې افغان حکومت دومره وپاراوه چې دفاع وزارت يې د پورته کولو په موخه پر هر راز غوراويو د فکر کولو خبره وکړه.

د دې ستونزې د هواري په موخه يو افغان پلاوى هم پاکستان ته تللی و، چې وايي پاکستاني لوري ورسره د دروازې د ړنګولو خبره منلې وه خو دروازه لا هم ولاړه پاتې ده.

افغانستان له پاکستان سره ٢٢٤٠ کيلو متره اوږده پوله لري چې کله کله يې په اوږدو کې ستونزې ټوکېږي.

افغان حکومت وايي که پر پوله تاسيسات جوړېږي له اصولو سره سم پرې بايد دواړه هېوادونه هوکړه وکړي، خو وايي پاکستان يوازې په خپل سر دا پرېکړه کړې ده چې دوى ته په هېڅ ډول د منلو نه ده.

ورته مطالب