د کتاب او کاپي رایټ نړیواله ورځ: تېرو لسیزو کې د پښتو کتابونه

Image caption يو شمېر نقادان وايي د شعر دومره ډېريدل د يوه گرد مانا لري چې ښه کتابونه يې د خلکو له سترگو پناه کړي دي.

د (سې شنبې ورځ/اپریل ۲۳مه) په نړۍ کې د کتاب او په ځانگړي ډول د کاپي رايټ ورځ ده خو پوښتنه دا ده چې په افغانستان کې د کتابونو ، ليکوالو او د کاپي رايټ حق تر کومه بریده خوندي دی؟

که وروستۍ يوه نيمه لسيزه په پام کې ونیسو نو په افغانستان کې د پښتو کتابونو د چاپ حالت ښه شوی دى، پښتو ټولنه د ستايلو وړ ده چې د جگړو تر کلنو مخکې يې د پښتو کتابونو د چاپ لړۍ د پخوا پر پرتله چټکه کړه.

خو بيا هم د دغو کتابونو لپاره يوه کوچنۍ المارۍ بسنه کوي چې په کې ځاى کړل شي، بله خبره دا ده چې دا کتابونه يوازې ادبي او تر ډېره څيړنيز وو.

د شوروي ښکېلاک سره په افغانستان کې د کمونیستي فلسفې او مفکورې پر بنسټ کتابونه چاپيدل پيل شول، ان تر دې که د شعر يو کتاب به هم خپريده اړينه وه چې سريزه يې له انقلاب او کمونيزم څه پيل شي، گنې چاپول يې اسان نه وو.

بله غاړه په پاکستان او ايران کې د مجاهدينو دفترونو هم کتابونه خپرول چې هغه هم يوازې د اسلامي ايډيالوژۍ او د جهاد له تبليغه ډک وو.

دا کتابونه يوازې د هماغه وخت کتابونه وو.

اوس په کتاب پلورنځيو کې د هغه مهال د يوې غاړې کتابونه هم نه تر سترگو کېږي او که تر سترگو شي اخیستونکي او لوستونکي نه لري.

خو هغه مهال چې په افغانستان کې کمونیست پلوه حکومت مات شو او مجاهدينو هم د کورنيو جگړو له کبله خپل پخوانى محبوبيت وبايله افغانستان ميشتي خلک هم گاونډيو هېوادونو ته ولېږيدل او له پخوانيو کډوالو سره يو ځاى شول.

Image caption يو شمېر کارپوهان وايي که کاپي رايټ قانون تصويب او توشيح شي د کتابونو معيار به يې لوړ شي

دغه مهال د داسې کتابونو ليکل او چاپيدل پيل شول چې له ايډيالوژيو ژغورلي وو، دا کتابونه تر يوه کچه پلورل کېدل او دا چې طالبانو په افغانستان کې نورې بوختياوې درولې وې نو د کتاب مطالعه له حالاتو نه د تيښتې ښه دروازه وه.

خو يو شمير کارپوهان وايي چې د نوي حکومت په راتلو سره د کتابونو حالت څه ډير ښه نه شو.

د دې پړه تر ډېره په رسنيو اچول کېږي چې خلکو ته يې لويه بوختيا پيدا کړه او کوم کتابونه چې ليکل شوي تر ډېره پروژوي بلل کېږي چې ځينو کورنيو بنسټونو د خپلو کارونو د تبليغ لپاره ليکلي او خپارۀ کړي دي چې ښايي د ايډيالوژۍ د پړاو د کتابونو په څير يې عمر لنډ وي.

حکومت هم د ازاد مارکيټ د راتلو په پلمه د کتابونو له چاپه لاس واخیست او په کليو ښارونو کې يې د کتابتونونو کلتور پياوړى نه کړ.

تر دې چې د کابل عامه کتابتون لا د جگړو د کلونو بهير ته هم نه دى رسيدلی.

په حکومتي پوهنتونونو کې هم تر ډېره پر بهرنيو او په ځانگړي ډول ايراني کتابونو تکيه کېږي يعنې حکومت استادان اړ نه کړل چې د علمي ترفيعاتو لپاره داسې کتابونه وليکي چې په نصاب کې د بهرنيو کتابونو ځاى ونيسي.

خو يو شمېر ناحکومتي بنسټونو په وروستۍ لسيزه کې زرگونه کتابونه خپاره کړل چې د ادب له بيلو څانگو سره تړاو لري.

سربيره پر دې داسې کتابونه هم خپاره شول چې د ژوندانه له بيلو اړخونو سره تړاو لري خو دغه کتابونه تر ډيره هغه خلک لولي چې پوهنتوني محصلان دي نه عام ولسي وگړي.

ډير کار د ادبياتو په برخه کې شوى خو دا کار هم ځکه نيمگړى بلل کېږي چې تر ډيره د شاعري کتابونه چاپ شوي او دا چې ازاد مارکيټ دی نو چا چې پيسې لرلې د شعر په نامه يې هر څه چاپ کړل او د پښتو شعر معيار ښکته راغى.

اوس د شعر ډېرو مينوالو ته گرانه ده چې څنگه ښه شاعر وپيژني او کتاب يې واخلي.

يو شمېر نقادان وايي د شعر دومره ډېريدل د يوه گرد مانا لري چې ښه کتابونه يې د خلکو له سترگو پناه کړي دي.

په نقد او څيړنه کې لا هم خلک د پنځو ستورو د کتابونو حوالې ورکوي.

وسمهال د نقد او شعر په برخه کې شوې کار په نشت برابر دى.

ښه نالونه هم د گوتو په شمار دي يانې د نثر او ښه نثر تله سپکه ده او دا هغه برخه ده چې د جذباتو پر ځاى عقل پياوړى کوي او افغانستان ورته ډېره اړتيا لري.

لیکوالان او کاپي رایټ

اوس پر ليکوالو هم پړه اچول کېږي چې گواکې د ښو کتابونو ليکلو وړتيا لري خو نه يې ليکي او په موسسو رسنيو او نورو برخو کې په پيسو پسې ورک دي.

ليکوالان بيا وايي کورنۍ مو ډوډۍ غواړي هغه څه چې کتاب يې نه راکوي.

رښتيا هم چا چې ښه کتاب ليکلى هيچا کوم مادي امتياز نه دى ورکړى بله دا چې کتاب يې مشهور شوى هر چا له زړې يا نوې پوښتۍ سره بيا بيا چاپ کړى.

خو داسې ځاى نه شته چې ليکوال ورته ووايي زما کتاب ولې چاپېږي او که چاپيږي په مادي گټه کې يې ولې زما برخه نه شته؟

کارپوهان وايي که په افغانستان کې هم د نورو هېوادونو په څير کاپي رايټ قانون تصويب شي نو کتاب به د ليکوال مال شي،د گټې خوند به يې وويني او د يوه مسلکي ليکوال په څير به د نورو ښو کتابونو ليکلو هڅه وکړي.

يو شمېر کارپوهان وايي که کاپي رايټ قانون تصويب او توشيح شي د کتابونو معيار به يې لوړ شي او چې دا کار وشي کتابونه به هم د نورو هېوادونو غوندې لوستونکي او اخستونکي ولري.

ورته مطالب