د ځمکې نړيواله ورځ : ځمکه سره زر ده

Image caption پر ځمکه باندې د ونو کرل هم د دې لپاره دي، چې د ځمکې کره تخريب نه شي، مضر ګازونه پکې کم او د انسان د اوسېدو چاپېريال پاک وساتل شي.

ګوګل سرچ انجين نن خپله لوګو د ځمکې د کرې په ډول کړې ده.

زرغونه ځمکه، شنې اوبه، برګ اسمان، او داسې نور.

دا کار يې د ځمکې د نړيوالې ورځې په وياړ کړی دی، ځکه نن د اپريل ۲۲مه، او د ځمکې نړيواله ورځ ده.

نه پوهېږم په افغانستان کې به څومره خلک د ځمکې له نړيوالې ورځې او له هغو مفاهمو خبر وي، چې د دغې ورځې له نومونې او بيا لمانځلو سره تړلي دي.

نن د کابل د رسنيو د لېوالتيا وړ موضوعات، د ترکيې – اسرايل اړيکي، په لوګر کې د چورلکې بېړنۍ ناسته او دې ته ورته نور مسايل دي. يوازې پرون مې د ځمکې د نړيوالې ورځې په اړه يو راپور وليد، چې کومې مدني ټولنې د کمپاين په ډول ځينې توکي چاپ کړي او له خلکو يې غوښتي و، چې ځمکه پاکه وساتي.

د ځمکې نړيواله ورځ د ځمکې د ساتنې لپاره خلکو ته يوه انګېزه ورکول دي. هر کال چې دغه ورځ نمانځل کېږي، نو د خلکو په ذهن کې ورسره دا خبره هم تازه کېږي، چې ځمکه د افغانستان د نصاب د کتابونو په اصطلاح يو حياتي شی دی، چې بايد دېر پام ورته وشي.

که ځمکه نه وي، انسانان نه شي کولای، چې ټول عمر په خلا کې ژوند وکړي، بله دا، چې که ځمکه ککړه شي، بيا هم ورسره د انسانانو ژوند سختېږي.

پر ځمکه باندې د ونو کرل هم د دې لپاره دي، چې د ځمکې کره تخريب نه شي، مضر ګازونه پکې کم او د انسان د اوسېدو چاپېريال پاک وساتل شي.

زموږ ځمکه

زه فکر کوم چې افغانان د هغو لرغونو ملتونو په لړ کې په لومړي کتار کې دي، د ځمکې پر ارزښت پوه ول او زما ددې خبرې د زبات لپاره دا کافي ده چې پښتانه وايي، ځمکه سره زر ده.

ځکه له ډېره پخوا په مذهبونو، کلتورونو او ټولنيزو معاملاتو کې د يوه ارزښتناک شي په توګه ځای لري.

د مذهبونو په لړ کې د زرتشت مذهب کې ځمکې ته دومره درناوی لري، چې د مړو جسدونو په لوړو ځايونو کې ږدي، چې مرغان يې وخوري او په دې ډول چاپېريال او ځمکه پاکه وساتل شي.

خو اوس په افغانانو کې د ځمکې لپاره پخوانی درناوی پاتې نه دی او نه هم ځمکه ورته د ټولو انسانانو د اوسېدو د شريک کور په توګه ارزښت لري.

د ځمکې د ارزښت لپاره زموږ معيار ملکيت دی، پر هغې ځمکه باندې ډېر پام کوو، چې زما زموږ ملکيت وي او يا مو ملکيت جوړېدای شي. موږ عمومي ګټې په پام کې نه نيسو، کنه د سړک پياده روونه به مو نه غصبول. نن د کابل ښار په خير خانه مېنه کې ګرځېدم، د سړک ټول پياده روونه خلکو نيولي و.

د کورنو دېوالونه يې ورته را اوږده کړي و. خو په دې منځ کې ماته هغه کسان لږ انصاف داره ښکاره شول، چې د دېوالونو پر ځای يې په پياده روونو کې ګلدانونه جوړ کړي و، چې دغه کار خو حد اقل د چاپېريال له پاکي سره لږه مرسته کولای شي.

موږ ته د ځمکې ارزښت د هغې له غصب سره تړلی دی. زموږ خلک چې د ځمکو په ارزښت پوه شول، نو د ځمکو په غصب او د ځمکې د کرې په چټلي يې پيل وکړ. کېدای شي د ځمکو غصب اخلاقي انګېزې هم ولري، خو دا هم له پامه نه شي غورځول کېدای، چې خلک پوهېږي، چې ځمکه ورځ په ورځ مخ پورته روانه.

لومړنی ارزښت خو يې بيې دي او د ځمکو بيې د نفوس له زياتوالي سره متناسبې دي. هغه مهال چې به کابل کې يوازې څو زره کسان اوسېدل، د ځمکو بيه هم ارزانه وه، خو نن چې تر پېنځه ميليونه زيات نفوس پکې اوسي، نو د ځمکو ارزښت هم ورسره پورته شوی دی.

زموږ رخصتي

په کابل کې د اونۍ دوه ورځې رخصت وي. پنجشبنه او جمعه او دا کار ظاهرا، د دې لپاره شوی، چې په دغه ښار کې نفوس زيات دی او چاپېريال ککړ دی، نو يوه ورځ هم ښه ده، چې په ښار کې ګڼه ګوڼه کمه وي، چې مضر ګازونه لږ توليد شي.

په حقيقت کې دا د چاپېريال له ککړتيا سره، زموږ د حکومت د مبارزې يوه لاره ده، خو دا چې څنګه لاره ده، هغه بېله خبره ده.زه نه پوهېږم دغو رخصتيو به د کابل ښار له پاکوالي سره څومره مرسته کړې وي، خو اندېښنه مې دا ده، چې که يې مرسته نه وي کړې، نو هسې نه چې يوه ورځ بله هم رخصت شي او که هغه هم مرسته ونه کړي، نو يوه ورځ بله هم پرې ورزياته شي، ځکه د دولت پاليسي دا ده، چې د چاپېريال د ککړتيا مخه په رخصتيو نيسي، نو بايد رخصتۍ ډېرې کړي.

دلته هر څه سرچپه روان وي، په ډېرو عادي وروځو کې دولتي اداري او کارو باري مرکزونه رخصت وي، خو په ډېره مهمه ورځ بيا پرانستي وي. دولت له يوې خوا ځان د چاپېريال پاکوالي ته دومره ژمن بولي، چې د اونۍ دوه ورځې يې رخصت کړې او له بلې خوا بيا د چاپېريال ورځ بلکل يوه عادي ورځ وي، راشي او تېره شي.

دلته دولتي دود دا دی، چې کومه خاصه ورځ وي، نو بيا ورته په دولتي ادارو کې غونډې جوړېږي او دغه غونډې عموما داسې وي، چې له بلې ادارې سره ټکر و نه کړي، ځکه بيا داسې مېلمانه هم پيدا کېدای شي، چې دوو غونډو ته به بلل شوي وي او که يوې غونډې ته ورشي او بله پرېږدي، نو هغه کمه رنګ کېږي.

په يوه اداره کې چې غونډه جوړه شي، پر هماغې ورځ اداره هم رخصت وي ، څو کسان راشي څو نورو ته وينا وکړي او د ملي ټلويزيون په وينا غونډه ددوعايې په لوستلو سره پای ته ورسېږي.

سږ کال کې مې د مارچ د اتمې نېټې غونډو ته پام و. د مارچ له اتمې دوه - درې ورځې مخکې او دوه- درې ورځې وروسته به هر ماښام لږ تر لږه په کابل کې يوه وزارت يا يوې ادارې د مارچ اتمه لمانځلې وه او په ملي ټلويزيون کې به يې راپور تېرېده.

زما يو دوست په يوه دولتي اداره کې کار کوي. د مارچ له اتمې وروسته يې د ښځو ورځ نمانځله نو ويل يې، چې دفتر ته نه ورځي. ما پوښتنه ترې وکړه چې که غونډې ته نه ورځې نو کار ته خو ورشه. هغه ويل چې اداره رخصت ده.

دغسې ډېرې ادارې شته، چې دداسې ورځو لپاره رخصتي کوي، خو رخصتي يې په دې نيت وي، چې له کاره يوه ورځ بېغمه شي، که داسې نه وای، د رخصتي تر ټولو ښه ورځ د ځمکې ورځ وه، چې دولتي ادارې رخصت شوې وای او پر ټولو مامورينو باندې دا حتمي شوې وای، چې په ښار کې به د کثافاتو د ټولو په حشر کې ګډون کوي.

که يې حشر هم نه کولای نو لږ تر لږه يوه ورځ خو به د مضرو ګازونو د خپرېدو او د ځمکې د چاپېريال د ککړېدو او تخريب مخنيوی شوی وای، بله دا چې په دې ډول به موږ چاپېريال او ځمکې ته خپله ژمنتيا ښوولې وای، البته ددې په بدل کې به يې د يوې بلې ورځې رخصتي ورکمه کړې وه، هغسې هم د افغانستان تقويم له رخصتيو ډک دی. په کابل کې که د اونۍ رخصتۍ هم وشماري، نو له نورو رخصتيو سره ټولې تر ۱۱۰ورځې زياتېږي، په دې مانا چې د کال درېيمه برخه موږ په رخصتيو تېروو.

ورته مطالب