برېښنايي تذکرې د قانون له تصویبه وروسته وېشل کېږي

Image caption په پام کې ده چې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ له پلازمېنې کابله پيل شي.

د افغانستان کورنيو چارو وزارت ويلي چې نوې برېښنايي پېژندپاڼې يانې تذکرې به هله وېشل کېږي چې د دغه هېواد ملي شورا د پېژندپاڼو قانون تصويب کړي.

د ياد شوي وزارت چارواکو ويلي چې د دغه قانون مسوده يې ولسي جرگې ته استولې او هيله من دي چې په نژدې راتلونکي کې به د تصويب تر پړاوه تېره شي.

کورنيو چارو وزارت وايي چې دوى تخنيکي چمتوالى بشپړ کړى او تجهيزات يې برابر کړي دي.

بل پلو په کابل کې د يو شمېر ناحيو د گذر وکيلانو پر گڼ شمېر کورونو د برېښنايي تذکرو د اخیستو فورمې هم وېشلې دي.

افغان حکومت په دغه هېواد کې د برېښنايي پېژندپاڼو يانې تذکرو د وېش خبره شاوخوا څلور کاله مخکې کړې وه، خو لا هم دغه پېژندپاڼې نه دي وېشل شوې.

په دې اړه د وروستۍ پرمختيا په ترڅ کې د کورنيو چارو وزارت د تخنيکي او تجهيزاتي چمتوالي د بشپړتيا خبره وکړه، خو ويې ويل د دغو پېژندپاڼو وېش به هله پيلېږي چې د تذکرو قانون د دغه هېواد د ملي شورا له خوا تصويب شي.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي وويل چې قانون يې ولسي جرگې ته استولى او هيله من دي چې په نژدې راتلونکي کې يې تصويب کړي.

"د تذکرو په برخه کې بايد ووايم چې د تذکرو قانون بايد د ملي شورا له خوا تصويب شي، چې اوسمهال ورلېږل شوى دى، له تخنيکي اړخه چمتوالى نيول شوى، کوم تجهيزات چې په کار و هغه هم پوره کړل شوي دي، موږ په دې برخه کې بله ستونزه نه لرو، کوم جزيات چې د کارت پر پاڼه راځي او هغه چې په سيستم کې راځي، له ډيزاين سره يو ځاى د وزيرانو شورا له خوا تصويب شوي دي، دا هر څه د تذکرو د قانون د هغې مسودې برخې دي چې موږ ملي شورا ته استولې ده."

ښاغلي صديقي وويل، د تذکرې د کارت پر لومړي مخ عکس، نوم، تخلص، د پلار نوم، د نيکه نوم د زېږېدو نېټه او د زېږېدو ځاى راغلي دي.

خو څرگنده نه ده چې ملي شورا به د تذکرې د لومړي مخ منځپانگه پر همدې بڼه تصويب کړي او که بدلون به په کې راولي.

په پام کې ده چې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ له پلازمېنې کابله پيل شي، وار له مخه په يو شمېر ناحيو کې د تذکرو اخیستو لپاره فورمې وېشل شوې دي.

ملي نښه

چارواکي وايي برېښنايي پېژندپاڼه يوه ملي نښه وي چې په نړيواله کچه به ورته د اوسنيو کاغذې پېژندپاڼو يانې تذکرو غونډې د شک په سترگه نه کتل کېږي، بله دا چې د سيمې د هېوادونو په کچه به د افغانستان يو نوښت وي.

پخوا د افغانستان د مخابراتو وزارت ويلي وو چې د دغو پېژند پاڼو په برېښنايي زېرمه کې به د اخیستونکي د سترگو او لسو گوتو نښې هم خوندې وي او د جعل د هڅې پر مهال په کې څه نه شي ليکل کېداى.

همدا راز يې ويلي وو، چې دا پېژندپاڼې به د ټاکنو د کارت او ځينو نورو اسانتياو لپاره هم کارول کېږي چې دا چار به د ډېرو لگښتونو مخه ونيسي.

افغان حکومت د دغو پېژندپاڼو انځورونه هم له رسنيو سره شريک کړي دي چې وار له مخه يې د ژبې د سموالي په اړه نيوکې شوې دي.

ورته مطالب