د نفتو اېستلو دوې سیمې دریو شرکتونو ته ورکول کېږي

Image caption افغان چارواکي وايي چې هېواد به يې له دې درکه په کال کې تر اتو ميلياردو ډالرو ډېرعايد تر لاسه کوي.

په پام کې ده چې افغان حکومت د افغانستان په شمال کې د تاجک افغان نومي نفتي حوزې دوې سيمې د نفتو را ايستنې لپاره د دريو بهرنيو شرکتونو په واک کې ورکړي.

د افغانستان کانونونو وزارت بي بي سي ته ويلي، چې د دغه تړون په اړه خبرې وروستي پړاو ته رسيدلې او په پام کې ده چې د افغان کابينې تر تايد وروسته دغه تړون لاسليک شي.

افغان چارواکي وايي چې هېواد به يې له دې درکه په کال کې تر اتو ميلياردو ډالرو ډېرعايد تر لاسه کوي.

د ٢٠١٢ ميلادي کال د پيل په مياشتو کې افغان حکومت د هغې حوزې شپږ سيمې پانگيزې ليوالتيا يا داو طلبۍ ته وړاندې کړې چې د افغان تاجک نفتي حوزې نوم يې ورکړى دى.

د افغانستان کانونو وزارت وايي چې دريو شرکتونو کويت انرژي، درگن ايل،او ترکش پټروليم د مزار شريف او صندقلي سيمو داو طلبي گټلې ده.

د افغان شرکتونو يوه ټولگه غضنفر گروپ هم له يادو شويو شرکتونو سره د يوه تړون په پايله کې يوځاى شوى دى.

چارواکي وايي د دغه بهير کارونه بشپړ شوي او په پام کې ده، چې د افغان کابينې تر تايد وروسته تړون لاسليک شي.

د افغانستان د کانونو وزارت د اټکلونو له مخې د مزارشريف په سيمه کې تر اتو ميلياردو متر مکعبو ډېرگاز او تر ۱۰۰ ميلیونو بېرلو ډېر نفت شته. همدا راز اټکل شوى، چې صندقلي سيمه کې تر ٦٦ ميلیونو بېرلو ډېر نفت شته.

د افغانستان د کانونو وزارت د تگلارې جوړونې د برخې سلاکار اسد ضمير بي بي سي ته وويل چې هېواد به يې له دې درکه په کال کې تر ٨ ميلياردو ډېر عايد تر لاسه کوي.

د نوموړي په وينا شاوخوا ۷۰ سلنه عايد به افغانستان ته ځانگړى وي.

افغان چارواکي وايي چې د امو سيند د څاگانو نفت هم چاڼولو ته چمتو شوې دي. دوی وايي تر هغې چې افغانستان خپل چاڼ ځايونه جوړوي اومه نفت به د چاڼولو لپاره ترکمنستان ته لېږدول کېږي.

افغان حکومت په ٢٠١١ ميلادي کال کې د دغې حوزې د نفت ايستنې تړون له يوۀ چينايي شرکت سره لاسليک کړى و.

د اټکلونو له مخه په ياده شوې حوزه کې تر ٨٧ ميلیونو بېرلو ډېر نفت شته.

ورته مطالب