"پاکستان موخو ته د رسېدو لپاره ستراتيژي پلې کوي"

Image caption افغان حکومت دا هم وايي، چې له ایساف ځواکونو سره د پروټوکول له مخې باید دغه ځواکونه پر پاکستان فشار راوړي، چې خپل دغه بریدونه بند کړي.

افغان چارواکي وايي چې افغانستان کې یې خپلې گټې نه وي تر لاسه کړې، پاکستان به دغه هېواد کې له لاسوهنې لاس په سر نه شي. افغان چارواکي پرخپل گاونډي هېواد تور پورې کوي چې گواکې غواړي د دواړو هېوادونو تر منځ پوله په زوره پر افغانستان ومني.

دغه څرگندونې نن ( اپریل ۲۳ ) د افغانستان لوى درستيز او د بهرنيو چارو مرستيال وزير مشرانو جرگه کې سناتورانو ته کولې، چې گوشتې ولسوالۍ کې د پېښې شوې ستونزې په اړه وربلل شوي وو.

د افغان چارواکو دغه څرگندونې داسې مهال مخې ته راغلې چې افغان ولسمشر حامد کرزى بروکسل ته تللی او د امريکا په منځگړيتوب غواړي له پاکستاني چارواکو سره په راټوکېدلو لانجو خبرې وکړي.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، پاکستان خپلو موخو ته د رسېدو لپاره ځانګړې تگلارې لري، چې د رسېدو لپاره يی له هر امکانه کار اخلي.

د افغانستان لوی درستیز شېرمحمدکریمي وايي، پاکستان خپلو ځانګړو موخو ته د رسېدو لپاره خپله ستراتيژي پلې کوي.

د مشرانو جرګې غړو له دغو چارواکو ځواب غوښت، چې ولې د پاکستان له خوا د تېريو مخه نه نيوله کېږي؟

د ځینو سناتورانو د توندو خبرو ترڅنګ یوشمېر نورو سناتورانو، راغوښتل شویو چارواکو ته ان پېغورونه هم ورکول.

خو لوی درستیز شېرمحمد کریمي د سناتورانو د پوښتنو په ځواب کې وویل، چې د پاکستان له خوا د دویمې دروازې په هکله څېړنې روانې دي، چې ایا په رښتیا هم دویمه دروازه جوړېږي او کنه؟

ښاغلي کريمي زیاته کړه، سره له دې چې پاکستان تل پرخپلو ژمنو عمل نه دی کړی، خو اوس بیا هم سیاسي هلې ځلې روانې دي، خو د هغه په وینا، که کومه نتیجه ورنه کړي، وروستۍ پرېکړه د ملي شورا او حکومتي چارواکو ده چې څه ډول گام پورته کوي.

بل لور ته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، پاکستان د افغانستان د امنیت لپاره ستر ګواښ دی.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال جاوید لودین وايي، د ډېورنډ کرښې پرسر هرډول اقدام یوه لوبه ده، چې افغان حکومت هڅوي، د ډېورنډ کرښې موضوع راپورته کړي.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، په سرحدي سیمه کې یوازې د دروازې مساله نه ده مطرح، بلکې اصلي مساله د هغو ۱۱ پوځي تاسیساتو ده، چې ۱۱ کاله مخکې د ناټو لخوا جوړ شوي وو، خو اوس پاکستاني پوځ پرې ولکه ټینګه کړې ده.

بهرنیو چارو وزارت اوس له پاکستانه غواړي، چې دغه تاسیسات پرېږدي او بېرته خپلو پخوانیو ځایونو ته ستانه شي.

افغان حکومت دا هم وايي، چې له ایساف ځواکونو سره د پروټوکول له مخې باید دغه ځواکونه پر پاکستان فشار راوړي، چې خپل دغه بریدونه بند کړي.

خو دا به د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د درې اړخیزې غونډې په پای کې روښانه شي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ رامنځ ته شويو ناندریو ته څه ډول حل لارې موندل کېږي.

ورته مطالب