طالبانو د سیمه ییزو پولیسو پر پوستو برید کړی

Image caption سيمه یيز پوليس تر بريد وروسته له خواجه کنتي کلي نه شاخ نومي کلي ته په شا شوي دي سیمه ییز چارواکي

د افغانستان په شمال کې د فارياب ولايت د قيصار ولسوالۍ سيمه یيز چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د سيمه یيزو پوليسو پر پوستو بريد کړې او پنځه پوستې يې نيولي دي.

د قيصار ولسوال بي بي سي ته ويلي، چې د وسله والو مخالفانو په بريدونو کې درې کسه سيمه یيز پوليس وژل شوي او ۱۰ کسه نور ترى تم دي.

د فارياب ولايت د قيصار ولسوال عبدالجميل صديقي بي بي سي ته ويلي، چې د ولسوالۍ له مرکزه شاوخوا ٥٠ کيلومتره لرې په خواجه کنتي کلي کې سيمه یيزو پوليسو امنيتي پوستې جوړې کړې وې چې وسله والو طالبانو پرې بريد وکړ.

ښاغلي صديقي وويل چې د بريد په پايله کې وسلوالو مخالفانو پنځه پوستې ونيولې ،هغه وويل چې په دې ترڅ کې درې کسه سيمه یيز پولس وژل شوي او ۱۰ تنه نور ترى تم دي.

مرګ ژوبله

د قيصار ولسوال وويل چې ٧ کسه سيمه یيز پوليس ټپيان شوي هم دي، همدا راز نوموړي وويل، چې دغه بريد کې درې کسه طالبان هم وژل شوي او ٨ نور ټپيان شوي دي.

سيمه یيز چارواکي وايي چې سيمه یيز پوليس تر بريد وروسته له خواجه کنتي کلي نه شاخ نومي کلي ته په شا شوي دي، چې نور امنيتي ځواکونه یې د ملاتړ لپاره ورغلي دي.

د افغانستان شمالي ولايت فارياب چې پخوا په کې په پرتليز ډول، د وسلوالو مخالفانو خوځښتونه کم وو ،داسي ښکاري چې اوس په کې نا امني يو څه ډېره شوې ده.

ورته مطالب