افغانان د زورواکانو پر ضد خوالۀ رسنۍ کاروي

Image caption تر دې د مخه هم په فېسبوک کې داسې یو انځور خپور شوی و چې د ملي پوځ یو موټر یې ښوده چې د سړک په غاړه پر جوړې شوې څنګ لارې روان وي.

یو شمېر افغانان په پر خواله رسنیو لکه فېسبوک او ټوېټر کې د زور واکانو او چارواکو د ناقانونه کړنو پر وړاندې کرکه څرګندوي.

دوی د هغو چارواکو او زورواکونو ویډیوګانې او انځورونه خپروي چې د ناقانونه کړنو پر مهال ثبت شوي دي.

په وروستۍ بېلګه کې یو کس هغه ویډیو خپره کړې چې په کې یو ترافیک په څپېړو وهل کېږي.

یوه ویډیو چې په څو ساعتونو کې د شاوخوا ۱۵۰۰ کسانو له خوا پر خواله رسنۍ فېسبوک شریکه شوې ښيي چې دوه ځواکمن د ترافیکو یو پولیس په څپېړه وهي، د هغه خولۍ په ځمکه لوېږي او بیا د همدغو دوو زورواکانو له ډلې یو یې ترافیک له مرۍ نیسي.

د افغانستان لویه څارنوالۍ وايي که د دې او دې ته ورته پېښو له امله زیانمن شوي کسان لویې څارنوالۍ ته عارض شي او یا په اړه یې کره معلومات د دوی په واک کې ورکړی شي نو تر سترې محکمې پورې به یې قضیه تعقیب کړي.

په دغې ویډیو کې د ترافیک او وهونکو کسانو څېرې او د زورواکانو د اړوند فورنر موټر نمبر پليټ په څرګنده ښکاري.

تر دې د مخه هم په فېسبوک کې داسې یو انځور خپور شوی و چې د ملي پوځ یو موټر یې ښوده چې د سړک په غاړه پر جوړې شوې څنګ لارې روان وي.

د دفاع وزارت وايي د دغه موټر چلونکی یې له دندې ګوښه کړی او د سیټ امر یې هم د یوې ټاکلې مودې لپاره له موټره بې برخې کړی دی.

د دغه وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي له هغه چا هم مننه کوي چې دغه انځور یې په فېسبوک کې خپور کړی دی.

پر فېسبوک ځینو کاروونکو داسې یو انځور هم خپور کړی و چې د ملي پوځ یو رنجر موټر ښيي چې یو ټېر یې په یو سړک کې او بل ټېر یې په بل سړک کې دی او موټر پر ګلدان روان دی. وروسته بیا چارواکو وويل چې موټړ يې پېژندلی:

"موږ موټر تشخیص کړ، د سیټ امر مو د یوې ټاکلې مودې لپاره له موټره بې برخې کړ او ډریور مو له دندې ګوښه کړ او د پلټنو لپاره مو تحقیق ته معرفي کړ. موږ په خپلو رسمي پاڼو کې له هغه کس نه مننه وکړه چې دغه انځور یې شریک کړی."

دا یوازې د هغو لسګونو ویډیوګانو او نځورونو یوازې دوه بېلګې دي چې د فېسبوګ او ټوېټر په شان ټولنیزو رسنیو یا خواله رسنیو کې د یو شمېر زورواکانو او حکومتي چارواکو د ناقانونه کړنو په اړه خپرې شوي.

اوس چې دولتي چارواکي هم دغو ویډیوګانو او انځورونو ته غبرګون ښيي نو ښايي وروسته له دې د دغو ډول فعالیتونو لمنه نوره هم پراخه شي او په دې توګه ښايي په ټولنه کې د ډېرو زیاتو شته ناخوالو مخه ډب شي.

ورته مطالب