ولسي جرګه: کورنیو چارو وزارت مو ''سپکاوی کړی''

Image caption د جرګې په غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د کورنیو چارو وزیر مجتبی پتنګ به د دوشنبې پر ورځ استجوابیه غوندې ته ورغوښتل کیږي.

د افغانستان د امنیت په شورا کې د کورنیو چارو وزیر وروستیو څرګندونو د ملي شورا غوسه راپارولې ده، چې ویلي يي وو، د ملي شورا له خوا څه باندې ۱۵ زره اسناد ورته وړاندې شوي دي.

د کورنیو چارو وزیر دا هم ویلي، چې ۴۵ ځلې ملي شورا ته ورغوښتل شوی، چې دا د ملي شورا د غړو له خوا سلیقوي چلند دی او دغه کار يې د اندېښنې وړ بللی دی.

د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې یو شمېر جرګه والو ویل، چې د کورنیو چارو وزير بستونه او څوکۍ خرڅوي، چې په وینا يې دغه خلک د نورو د ځورولو لامل هم کېږي.

د ولسي جرګې غړی احمدشاه رمضان وايي:

''د کورنیو چارو وزیر وايي، چې د ولسي جرګې غړي غیر قانوني قومندانان ټاکي. که تاسو ښه شخصیتونه هلته معرفي کړﺉ، نو موږ نور څه غواړو؟ دا غواړو چې خلک ترې خوښ وي. ډېر شمېر کسان د پیسو په بدل کې ټاکل کیږي، بیا د دې لپاره چې هغوی بېرته خپلې پیسې ترلاسه کړي، د خلکو په ځورونه لاس پورې کوي. نو موږ اړ یو چې له دا ډول چارواکو وزیر ته شکایت وکړو''.

بله خوا د ولسي جرګې یوشمېر نور غړي وايي، د کورنیو چارو وزیر په ټوله کې د ملي شورا ۴۴۰ غړو ته اعاشه ځانګړې کړې ده.

خو د ولسي جرګې یوشمېر نور غړي بیا د دغو جرګه والو پر خبرو نیوکه وکړه او ويې ویل، چې د جرګې غړي د اسنادو د لاسلیکولو لپاره وزیر ته ورځي.

د ولسي جرګې لومړی مرستیال میرویس یاسیني، چې د غونډې مشري یې کوله، وویل د کورنیو چارو وزیر مجتبی پتنګ له اساسي قانون نه سرغړونه کوي.

د جرګې په غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د کورنیو چارو وزیر مجتبی پتنګ به د دوشنبې پر ورځ استجوابیه غونډ‌ې ته ورغوښتل کېږي:

''تر یوې میاشتې به هېڅ وکیل د کورنیو چارو وزارت ته نه ځي. که ډېره مهمه امنیتي مساله وه، نو همدلته به راغوښتل کېږي او ستاسو کاربه اجرا کیږي. د دوشنبې پر ورځ به استجوابیه غونډې ته راغوښتل کیږي، خو تر هغې مخکې دې د مرکزي تفتیش کمیسیون په دې برخه کې څېړنه وکړي''.

Image caption ولسي جرګه وايي، د کورنیو چارو وزیر په فساد کې ککړ دی او په دغه وزارت کې بستونه او څوکۍ خرڅوي.

خو د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي بیا وايي، چې د ملي شورا ځینې غړي غیر ستراتيژيک مسایل مطرح کوي، چې په وینا يې د پولیسو د پرمختیا مخه نیسي.

ښاغلی صدیقي، دغه موضوع ردوي، چې بستونه خرڅېږي او دا پر کورنیو چارو وزارت یو تور بولي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په افغانستان کې د پیاوړو پولیسو د درلودلو لپاره اړتیا ده، چې د دا ډول لاسوهنو او نفوذ د پیدا کولو مخه ونیول شي.

ورته مطالب