نورستان کې بندیان د څارویو په پخوانۍ خونه کې ساتل کېږي

Image caption د زندان پر دغه ناوړه اکر سربېره اوس پو ښتنه دا ده چې دا دومره لوی ولايت او ايله لس بنديان؟

سره له دې چې په نورستان ولايت کې د بندیانو شمېر ډېر نه دى، خو شته هغه يې په خورا بد حالت کې ساتل کيږي.

د نورستان په مرکز پارون کې اوس له لسو کم زندانيان په هغه خونه کې پراته دي چې پخوا په کې څاروي ساتل کېدل.

زندانيان خبرې نه کوي خو د بشري حقونو له فعالانو د اشارو په ژبه د زندان د حالت بدلون غواړي.

د زندان پر دغه ناوړه اکر سربېره اوس پو ښتنه دا ده چې دا دومره لوی ولايت او ايله لس بنديان؟

د نورستان له والي تميم نورستاني په دې اړه وپوښتل شول، چې جرمونه نه کېږي، که ځايي اداره يې د رانيولو وس نه لري.

ښاغلى تميم وايي، ځکه د بنديانو شمير لږ دى چې د ده په وينا ډېرې شخړې په دوديز ډول د جرګو له لارې حل کيږي خو دا هم وايي چې په ولايت کې څارنوالان نه شته چې دوسېې وڅېړي:

"ټولې لويې پېښې چې په نورستان کې رامنځ ته کيږي د قومي خلکو او شوراګانو په مرسته دديني عالمانو په شته والي کې هواريږي.

داسې نه ده چې خلک طالبانو ته ورځي او هلته خپلې پرېکړې کوي، په هر کلي کې شوراګانې شته او هلته خپلې لويې او وړې شخړې هواروي.

د وژنو په څېر له پېښو يې يو څه ولايت ته راځي، دلته حل کيږي او محکمې ته ځي.اما يوه ستونزه چې ورسره مخامخ يو دا ده چې دلته وړ او مسلکي مستنطقين او نور څاروالان چې بايد وای، نه شته چې دوسيې وڅېړي او محکمې ته يې وليږي. د استیناف څارنوالۍ ډېر څارنوالان په کابل کې دي".

د نورستان والي وايي که يې زندان لرلاى، ښايي تر اوسني شمېر ډېر کسان د قانون منګولو ته سپارل شوي وای.

ښاغلى تميم وايي له لسو کالو راهيسې د زندان جوړول غواړي، خو تر اوسه يې پر غوښتنې غوږ نه دی ګرول شوی:

"لس کاله کيږي چې په نورستان کې مو د زندان د جوړولو وړانديزونه کړي، له عدلیې وزارت نه، هغه وخت چې د زندانونو چارې ور تر غاړه وې او د کورنيو چارو له وزارت نه هم، که تاسو زما دفتر وګورئ له شلو ډير وړانديزونه مو کړي او غوښتي مو دي چې زندان بايد جوړ شي اوس مې هم مکتوب استولى او راته ويل شوي چې زندان ته له بېلې شوې ځمکې به دا کال دېوال را تاو کړي".

په نورستان کې د زندان د حالت د ښه والي په اړه مې د افغانستان د زندانو له مشر امير محمد جمشيد نه وپوښتل ولې زندانيان د څاروو په کوټه کې ساتل کيږي؟

د ښاغلي جمشيد ژبه يوه څه زيږه وه او ويل يې خپله دومره پانګه نه لري چې زندان پرې جوړکړي خو وايي کله چې د بنديانو شمير ډير شي بيا به يې غم وخوري:

"موږ يوازې همدا کال بنديان لرو تېر کلونه مو نه لرل. موږ هلته زندانونه جوړوو، چې دوه درې سوه بنديان ولرو، موږ بې غوره نه يو، دولت ته مو وړانديزونه کړي، دولت پيسې نه راکوي، نو زه خو يې له جيبه نه شم جوړولى. که بنديان وو نو زندان به ورته جوړ کړو هغه وخت يې زه پيسې بيا نه شم خوړلى".

اوس په ټول نورستان کې شپږ کسه بنديان دي چې پنځه يې په مرکز پارون او يو بل يې د نورګرام په ولسوالۍ دى، له دغو شپږو کسانو يې دوه د وسله وال مخالفت په تور او پاتې نور هغه دي چې په مرکز پارون کې نيول شوي او هغه هم حکومتي مامورين او يا پوليس دي.

سره له دې چې د نورستان والي د څارنوالانو نه شتون د تورنو د نه نيولو دليل بولي، خو نورستانيان وايي په دغه ولايت کې حکومتي واک دومره پراخ نه دى چې په جنايي او نورو جرمونو ککړ کسان دې ونيول شي.

د دغه ولايت د جوړښت پېچلتيا هم تر ډېره د دې مخه نيسي، چې خلک ولايت ته د لويو او وړو پېښو د څېړنو لپاره ورشي، نو غوره ګڼي چې خپلې شخړې په جرګو او يا هم د طالبانو پر محاکمو چې په نورستان کې يې ډېره خاوره تر ولکې لاندې ده، حلوي.

په نورستان هغه مامورين چې کورونه يې ليرې دي د لارو د نه خونديتوب له امله ډېر وخت دندو ته نه ورځي هسې چې د نورستان والي يې پخلى کوي.

ورته مطالب