افغان پوهنتونونو سره میلیونونه ډالره مرسته شوې

Image caption له دغې مرستې به د کندهار، کندوز، هرات، ننګرهار، خوست، بلخ او د کابل څلور پوهنتونونه برخمن شي.

د امریکا نړیوالې پرمختیايي ادارې افغانستان کې د پوهنتونونو د ظرفیتونو او معیارونو د لوړولو لپاره څه د پاسه ۹۰ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.

له دغې مرستې به د کندهار، کندوز، هرات، ننګرهار، خوست، بلخ او د کابل څلور پوهنتونونه برخمن شي.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزیر کابل کې په یوې غونډې کې وویل، د افغانستان په پوهنتونونو کې د درسي کیفیت په ښه کېدو سره به هڅه وکړي چې د دغه هېواد په پوهنتونونو کې د بهرنیو محصلانو لپاره هم لاره هواره کړي.

د امریکا د پرمختیايي ادراې له خوا د لوړو زده کړو وزارت سره د ۹۲ میلیونو ډالرو د مرستې د لاسلیک په غونډه کې د افغانستان ۱۲ پوهنتونونو د ویډیويي کنفرانس له لارې ګډون کړی وو.

افغانستان کې د امریکا د پرمختیايي ادارې رییس اسکن یماشیتا وايي، دغه پېسې به د دغه هېواد د ۱۰ پوهنتونونو د درسي نصاب د کیفیت د لوړولو لپاره ولګول شي.

" د دغه پروګرام یوه موخه دا ده چې وړتیاوو ته وده ورکړل شي، پوهنتونونو سره کار وشي او دا باید پیدا کړل شي چې کومو وړتیاوو ته ډېره اړتیا لیدل کېږي. په ځانګړې توګه په هغو وړتیاوو باید ډېر کار وشي چې د افغانستان اقتصادي ودې سره مرسته کولای شي."

د افغانستان د لوړو زده کړو وزیر عبیدالله عبید وايي، د افغانستان په پوهنتونونو کې به لا ډېرې پانګونې وکړي.

"دغه راز موږ نړیوال بانک سره په خبرو بوخت یو، چې په نږدې راتلونکې کې به موږ سره د پام وړ مرسته وکړي، هغوی دا ژمنه کړې او په نږدې راتلونکې کې به یې اعلان کړو."

څو لسیزې وړاندې له بېلابیلو هېوادونو ډېرو محصلانو د کابل پوهنتون او د ولایتونو په یو شمېر پوهنتونونو کې زده کړې کولې خو د کورنیو جګړو په پیل سره دغه چاره ودریده.

خو په دې وروستیو کې افغانستان ته د بهرنیو محصلانو د راتګ بهیر بیا پیل شوی. څه موده وړاندې شاوخوا ۴۰ ترکي محصلانو د کابل پوهنتون په شرعیات او ادبیاتو پوهنځینو کې زده کړې پیل کړې.

په وروستیو کلونو کې د افغانستان د دولتي پوهنتون مینه وال مخ په ډېرېدو دي، خو له یوې خوا په دغو پوهنتونونو کې د ټولو مینه والو د جذب لپاره کافي ظرفیت نه شته او له بلې خوا د دغو پوهنتونونو درسي نصاب په نړیوالو معیارونو برابر نه دي.

د چارواکو په وینا اوسمهال ۲۵۰ زره محصلین د افغانستان په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې په زده کړو بوخت دي.

ورته مطالب