''ملي شورا مو انسان تښتوونکو نیولو ته نه پرېږدي''

ولسي جرګه
Image caption د يادې شوې جرګې لومړي منشي محمد اکرام بي بي سي ته ويلي دي که پوليسو ريښتوني وي، د تورنو استازو او سناتورانو نومونه دې واخلي.

کابل پوليس وايي دوى په دغه ښار کې له کره لاسوندو سره انسان تښتوونکي نيسي، خو په وينا يې دغه کسان دومره اوږده لاسونه لري چې ان تر ملي شورا رسېږي.

د کابل پوليسو د جنايي پلټنو د برخې مشر جنرال محمد ظاهر وويل چې په پايله کې د ملي شورا غړي د دوى په کار کې بربنډه لاسوهنه کوي چې وايي دا له افغان ملت سره جفا ده.

ښاغلي ظاهر وويل وسمهال يې يو خطرناک انسان تښتوونکى نيولى دی، چې وايي د خوشي کولو په موخه يې د ملي شورا يو شمېرغړي پر قاضيانو او څارنوالانو ګرځي:

''د انسان تښتوونکو د دفاع په برخه کې چې کومې لاسوهنې کيږي هغه موږ ته د زغم وړ نه دي، يو شمېر بيخي زموږ پر ضد درېږي، موږ انسان تښتوونکي نيسو، خو يو وکيل صيب راځي يا سناتور صيب راځي او مداخله کوي، دا يوه بشپړه بربنډه لاسوهنه ده، زه دغه کسان د مجرمانو جرمي مرستيالان بولم، ما چې اوس يو لوى انسان تښتوونکى نيولى دى، دوى شپه ورځ کار کوي قاضيانو او څارنوالانو ته ورځي چې هغه خوشي کړي''.

انسان تښتوونکي

د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي هم د جنرال ظاهر د خبرو پخلى وکړ، او ويې ويل چې دغه راز لاسوهنې د پوليسو د کمزوري کېدو لامل گرځي.

خو د افغانستان ولسي جرگې دې تور ته په غبرگون کې دا څرگندونې مجهولې او ناڅرگندې وبللې.

Image caption مشرانو جرگې غوښتنه کوله چې ښاغلى پتنگ بايد د خپلو خبرو د پخلي لپاره سندونه وړاندې کړي.

د يادې شوې جرگې لومړي منشي محمد اکرام بي بي سي ته وويل که د پوليسو خبره کره وي، نو د ملي شورا د هغو غړو نومونه دې واخلي چې د انسان تښتوونکو د دفاع لپاره ورځي، که نه نو په وينا يې پوليس هم ورسره په دغه چاره کې شريک دي.

د افغانستان د ملي شورا او کورنيو چارو وزارت اړيکي په دې وروستيو کې کړکېچن شوي، وړمه ورځ مشرانو جرگې ويلي وو چې گواکې د کورنيو چارو وزير مجتبى پتنگ ويلي، چې د ملي شورا غړو سلگونه شخصي سندونه د لاسليکولو لپاره ورلېږلي دي.

مشرانو جرگې غوښتنه کوله چې ښاغلى پتنگ بايد د خپلو خبرو د پخلي لپاره سندونه وړاندې کړي.

پرون همدغه خبره په ولسي جرگه کې هم راپورته کړل شوه او په پايله کې يې د کورنيو چارو وزير د راروانې دوشنبې پر ورځ استجوابيه غونډې ته وروغوښت، چې په سندونو سره د خپلو تورونو پخلي وکړي.

ورته مطالب