کندهار: ترافیکي پېښه کې ۴۵ کسان وژل شوي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د افغانستان په جنوبي کندهار ولایت کې ځايي چارواکي وايي، چې د یوې خونړۍ ترافیکي پېښې په پایله کې لږ تر لږه ۴۵ کسان وژل شوي دي.

د کندهار والي ویندوی جاوید فیصل بي بي سي ته وویل، چې د سدا بهار افغان ټراسپورټي شرکت اړوند یوه ۳۰۳ ډوله مساپر وړونکي بس او ټانکر تر منځ د ټکر له کبله ۴۵ کسان وژل شوي او ۱۰ ټپیان دي.

د نوموړي په خبره پېښه د میوند ولسوالۍ په خاک چوپان سیمه کې رامنځ ته شوې.

د ویندوی په خبره مساپر وړونکی بس له هلمند ولایت څخه پلازمېنې کابل ته پر لاره و، چې ښپې مهال نژدې ۳ بجې له تیل لېږدونکي ټانکر سره ټکر شو.

د کندهار والي ویندوی په وینا ښايي په وژل شویو او ټپیانو کې ماشومان او ښځې هم وي، چې بس کې د اور لګېدنې له امله یې د جسدونو پېژندل ګران دي.

د نوموړي په وینا لومړني معلومات ښيي، چې پېښه د بس له حده زیات ګړندیتوب له امله رامنځ ته شوې.

د کندهار والي ویاند زیاته کړه، چې د ټکر له امله دواړو ګاډو اور اخیستی او په کې ناست کسان سوځېدلي.

دا وروستیو کې د کابل کندهار لارې په اوږدو کې د غزني ولایت په ابند ولسوالي د سپين بند په سيمه کې د يوه ٣٠٣ ډوله بس او د تېلو د یوه ټانکر د ټکر پېښه کې شاو خوا ۵۰ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

له دې پېښې وروسته کندهار مېشتو لسګونو خبريالانو او فرهنګیانو په یوه احتجاجي غونډه کې د پېښې د عاملینو لپاره د سختو مجازاتو او د یوه شخصي ټرانسپورټي شرکت د فعاليت د بندېدو غوښتنه وكړه.

د غونډې ګډونوالو د ترانسپورټي شركت مسوولین د سلګونو افغانانو ښكاره قاتلان وبلل او ويې ويل چې دغه شرکت د ځانمرګو بريدونو او د بهرنيو سرتېرو په بمباريو كې تر وژل شويو كسانو زيات ملکي کسان وژلي دي.

د کابل کندهار لویه لار د افغانستان له هغو لویو لارو څخه ده، چې پرې ډېر تګ راتګ کېږي او ډېر مهال یې په اوږدو کې د ډرېورانو د بې احتیاطۍ او له حده زیات ګړندیتوب له کبله خونړۍ ترافیکي پېښې رامنځ ته کېږي.

ورته مطالب