کاپیسا کې تندر یوه نجلۍ وژلې

Image caption پر کور د تندر لوېدلو پرمهال اور لګېدلی او د پېښو د قربانیانو سترګې لاسونه او د بدن نور غړي سوځېدلي دي.

په کاپیسا ولایت کې د تندر لوېدلو له امله یوه پېغله نجلۍ وژل شوې او د ماشومانو او مېرمنو په ګډون ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي.

ځايي چارواکي وايي دغه پېښه د جمعې په شپه د تالندې او باران پر مهال رامنځ ته شوې او ټپیان چې روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ دی په روغتون کې تر درمنلې لاندې دي.

پر کور د تندر لوېدلو پرمهال اور لګېدلی او د پېښو د قربانیانو سترګې لاسونه او د بدن نور غړي سوځېدلي دي.

د کاپیسا ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې ريیس احمد جاوید ملکیار بي بي سي ته وویل دغه پېښه د کاپیسا ولایت د دویمې حصې ولسوالۍ په کشکتان کلي کې رامنځ ته شوې ده چې له امله یې یوه ۱۷ کلنه نجلۍ وژل شوې او د هغې د مور، پلار، خویندو او ورونو په ګډون ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي.

ښاغلي ملکیار زیاته کړه چې په لومړي سر کې تندر د تلوېزیون پر انتن لګېدلی او بیا په افقي توګه کور ته داخل شوی.

د کاپیسا ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې ريیس په وینا د پېښې پر مهال د دغې کورنۍ غړي ټول په یوه خونه کې و او د تندر لوېدلو له امله په دغه خونه کې اور لګېدلی، چې له امله د ځاني زیان ترڅنګه مالي زیان هم اوښتی دی.

تېرکال په همدې میاشتې په ننګرهار او نورستان کې ولایتونو کې د تندر رالوېدلو په پېښو کې شپږ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

ورته مطالب