د افغان نجونو تعليم ته د برتانيا مرسته اعلان شوه

Image caption دا ځانګړې پیسې به د افغانستان په ١٠ ولایتونو کې لګېږي.

د برتانیا حکومت وايي په افغانستان کې له داسې درو تعلیمي پروګرامونو سره مالي مرسته کوي چې په لېري پرتو سیمو کې له هغو نجونو سره مرسته وکړي چې لا ښوونځي ته نه شي تللی.

دغه مرسته چې څه کم سل ميليونه ډالره کېږي د راتلونکو دریو کلونو لپاره پر داسې پروګرامونو لګېږي چې له مخې يې نجونې له کوچني عمره تعلیم ته وهڅول شي او د زده کړو زمینې ورته برابرې شي.

دغه پیسې به هغه پروګرام هم پر مخ بوځي چې له مخې به يې نجونې له ښوونځي د معلمۍ او استادۍ د دندو لپاره وروزل شي.

د دې مرستې موخه دا ده چې د افغانستان راتلوونکي نسل نجونې په پوهې سمبالې کړي او ورسره به د نجونو په تعلیم کې د مور او پلار پر دندو هم کار وشي.

ويل کېږي چې همدغه مرستې یو شمېر لنډ مهالي، د سواد کورسونه هم د هغو نجونو لپاره جوړ کړي چې عمرونه يې ډېر دي او له رسمي زده کړو شاته پاتې دي.

د برتانیا د پرمختیايي چارو وزیرې جستین ګرینېنګ وويل: "په افغانستان کې د تعلیم په برخه کې ډېرې د پام وړ لاسته راوړنې شوې دي او د برتانیا خلک باید په دې وویاړي چې ونډه يې په کې اخیستې ده. هر کال تر بل ډېر زده کوونکي په ښوونځیو کې شامېلېږي. نوي ښوونځي جوړېږي، ډېر استادان روزل کېږي او اوس دوه میلیونه نجونې ښوونځیو ته ځي."

د برتانيا دغه مرستې د هغه پروګرام برخه ده چې د نجونو تعلیم يې بولي او هیله لري چې د نړۍ په یو شمېر خورا بې وزلو سیمو کې یو میلیون نجونې ښوونځیو ته ولېږي.

دا ځانګړې پیسې به د افغانستان په ١٠ ولایتونو کې لګېږي او ټاکل شوې ۱۵۰۰۰۰ نجونې پرې وتوانېږي چې ښوونځي ته لاړې شي.

خو د برتانيا چارواکي وايي له لويه سره به له دې مرستو دوه نيم سوه زره افغانې نجونې ګټه واخلي.

ورته مطالب