داود خان، که د هېواد د ملي ګټو ساتونکی

Image caption محمد داود په افغانستان کې د پنځه کلنې دورې په پاى کې په ١٣٥٢ کال کې د يوې بلې کودتا په پايله کې د خپلې کورنۍ د ټولو غړو سره يو ځاى ووزل شو.

په پلازمېنه کابل کې د افغانستان د لومړي ولسمشر محمد داود د وژل کېدو له امله د هغه په ياد غونډه کې گڼو سياستوالو نوموړى هيواد دوست مشر وباله او د هغه د ترسره کړو کارونو ستاينه يې وکړه .

محمد داود په ١٣٥٧ لمريز کال کې د يوې کودتا په ترڅ کې د خپلې کورنۍ له غړو سره په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ووژل شو، او له هغې وروسته په افغانستان کې کورنۍ جگړې پيل شوې چې له امله يې میليونونو افغانانو ته د مرگ ژوبلې تر څنگ همدومره نور بې کوره او د خپل هېواد پريښودو ته اړايستل شول.

ښايي دا لومړى ځل وي چې په تېرو کلونو کې د وژل شوي پخواني ولسمشر محمد داود په ياد غونډه جوړيږي، دا رنگه د کابل په بېلابېلو واټونو او لارو کوڅو کې هم دا ځل د افغانستان د لومړني ولسمشر محمد داود عکسونه لگېدلي او ورسره د هغه د کارنامو په اړه شعارونه هم ورسره مل وو.

په هغه غونډه کې چې د افغانستان يو شمير سياسي سټو برخه اخيستې وه ويناوالو محمد داود د افغانستان د ملي مشر په نامه ياداوه او هغه يې د دغه هيواد د ملي گټو لپاره تر نورو ټولو هغو په ښه نوم ياد کړ.

د افغانستان د کورنيو چارو پخوانى وزير علي احمد جلالي د دغو وينا والو ځينې يو و، هغه چې يوه موده له محمد داود سره له نژدې کار کړى وويل چې هغه مهال ولسمشر محمد داود د پوځ د پياوړتيا او د افغانستان د ملي گټو د خونديتوب لپاره سترې موخې درلودې چې د هغه په وينا تر ډېره د هغه دا هيلې ترسره نه شوې.

دا رنگه نورو وينا والو د هغه د صدراعظمۍ او ولسمشرۍ له پېره هغه کارنامې يادې کړې چې تر ډيره يې د افغانستان د بيارغونې او سمسورتيا په اړه وې.

د افغانستان په ولسي جرگه کې د ننگرهار د خلکو استازې ارين يون هغه د ناپېيلو هيوادونو په رامنځ ته کولو کې مخکښ او سر لارى ياد کړ او زياته يې کړه چې هغه هڅه کولو د نړۍ د گردو هيوادونو سره داسې اړيکي وپالي چې پر مټ يې افغانان وتوانيږي له نورو له احتياجه خلاص شي:

''که شهيد داود خان نن ژوندى واى او اوسنۍ وضعه يې ليدلې واى نو افغان ملت ته به يې څه پيغام وړاندې کړى واى، زه په دې باور يم چې له شک پرته به يې تول خلک عفوې او زغم ته وربللي واى، هغه به افغان ملت ملي يووالي ته رابللو، هغه سوله او امنيت ته تر ټولو نورو څيزونو ترجيح ورکوله، ځوانان يې وطن پالنې او ښځې يې د نارينه و سره گدو هڅو ته هڅولې ، زه بايد ووايم چې لا هم د هغه کارنامې ژوندۍ دي'' .

يو تن بل ويناوال د محمد داود د پېر اقتصادي وضعیت ته په يوه کتنه کې وويل چې هغه مهال د افغانستان د صادراتو کچه ٤٦ سلنه او د وارداتو هغه يې ٥٤ سلنه وه او صادارات هم يوازې د دريو پرمختللو هيوادونو لکه جاپان پخواني شوروي اتحاد، جرمني او انگلستان نه واردېدل .

نایب الحکومة

Image caption څلور کاله وړاندې د ولسمشر کرزي په امر د داود خان او د هغه د کورنۍ د غړو مړي د څرخي پله له پولیګونه راوایستل شول او په ځانګړو مراسمو سره خاورو ته وسپارل شول.

محمد داود چې پخپله پوځي سړى و نو د ځوانۍ له پيره يې د افغانستان په ختيځ او سويل کې د نايب الحکومة په توگه دندې تر سره کړې وې، هغه په ١٣٥٢ لمريز کال کې د خپل تره پر زوى محمد ظاهر شاه د پوځي کودتا وروسته دغلته جمهوري نظام اعلان کړ.

محمد داود په افغانستان کې د پنځه کلنې دورې په پاى کې په ١٣٥٢ کال کې د يوې بلې کودتا په پايله کې د خپلې کورنۍ د ټولو غړو سره يو ځاى ووزل شو.

خو وروسته د حامد کرزي په امر څلور کاله وړاندې د هغه او د هغه د کورنۍ د غړو مړي د څرخي پله له پوليگونه راوايستل شوه او په ځانگړو مراسمو سره خاورو ته وسپارل شوه .

په افغانستان کې له پخوا زمانې راهيسې دود دا و چې د تيرو مشرانو ياد غونډې يا کمې جوړيدې او يا هم پټ په پټه دغه شان غونډې تر سره کېدې.

خو دا پلا گڼو افغانانو د خپل پخواني او لوموني ولسمشر د ستاينو له امله په قيس بوک او خواله رسنيو کې هم د هغه په اړه گڼې مقالې خپرې کړې او د نوموړي گڼ انځورونه او فلمونه يې نندارې ته وړاندې کړي و.

ورته مطالب