کندهار کې تښتول شوي ۹ ماین پاکان خوشي شول

Image caption تښتول شوي ماین پاکوونکي د AMIC موسسې کارکوونکي دي.

د کندهار چارواکي وایي، هغه نهه ماین پاکوونکي چې څو ورځې مخکې د وسله والو له لوري تښتول شوي وو د قومي مشرانو په منځګړيتوب یې راخوشي کړي دي.

د کندهار د والي ویاند جاوید فیصل وایي، دغه کسان تېره ورځ په میوند ولسوالۍ کې د ځایي مشرانو په مرسته د وسله والو له منګولو ژغورل شوي.

تښتول شوي ماین پاکوونکي د AMIC موسسې کارکوونکي دي.

د والي ویاند زیاتوي، وسله والو له دغو کسانو ۱۲ پایې د ماین موندنې الې، درې مخابرې او دوه ګاډي ګرځولي.

ښاغلی فیصل زیاتوي، چې دغه کسان پنځه ورځې وړاندې د ''وسله والو طالبانو'' له خوا تښتول شوي وو.

خو وسله والو طالبانو د حکومت دغه ادعاوې وار له مخکې رد کړې.

ددغه ډلي ویاند قاري یوسف احمد وایي، چې دغه کسان نه یوازې دوی تښتولي نه دي، ترڅنګ یې هغو کسانو ته چې د طالب په نامه ورته کارونه کوي، سزا به ورکړې.

سپین بولدک ځانمرګی

د كندهار په سپين بولدك ولسوالۍ كې ځانمرګي بريد يوه ښځه او یوه نجلۍ ټپیانې کړې.

Image caption د کندهار ولایتي ویاند وايي، بریدګر له پوښتې تر اوښتو وروسته سم لاسي ویشتل شوی.

بريد نن غرمه مهال د سپین بولدک ولسوالۍ د وېش له دروازې سره هغه مهال وشو چې بريدګر ته افغانستان ته له را اوښتو سره سم د پوليسو له لوري د دریدو امر وشو.

د كندهار د والي ویاند جاوید فیصل وايي، بريدګر د پوليسو له امر سرغړونه وكړه چې د پوليسو له لوري په ډزو وويشتل شو، خو هغه ځان وچووه چې یو ښځه او یوه نجلۍ یې ټپیانې کړې.

ویندوی وايي، په پېښه كې بل چا ته زيان نه دى رسېدلى او بريدګر تازه د ډیورنډ پر كرښه له پاكستانه راوښتى و.

د پېښې مسووليت تر دې مهاله چا پر غاړه نه دى اخیستى.

ورته مطالب