طالبانو د پسرلنیو عملیاتو پیلولو اعلان کړی

Image caption پر طالب جنګیالیو د ملي او عام المنفعه ځایونو د ساتنې غږ شوی.

په افغانستان کې وسله والو طالبانو د پسرلنیو عملیاتو خبرداری ورکړی، چې وايي د کابل حکومت او لوېديځو ملاتړو پرضد به خپل ځانوژونکي او "ځانګړي بریدونه" ډېر کړي.

دوی وايي چې په دغو پسرلنیو عملیاتو کې به خپل ټول ځانګړي پوځي تکتیکونه وکاروي.

د ذبیح الله مجاهد په نامه د طالبانو د یوه ویاند له ادرسه په پنځو ژبو (پښتو، دري، انګلیسي، عربي او اردو) خپره شوې ویناپاڼه کې ویل شوي، چې افغانستان کې به سږ پسرلی پر لوېديځو ديپلوماتیکو بنسټونو او اډو خپل بریدونه ډېر کړي.

طالبانو هغو کسانو ته هم د تېر په څېر د مرګ ګواښ کړی، چې د حامد کرزي په مشرۍ له حکومت سره "مرسته" کوي.

د طالبانو په ویناپاڼه کې له افغان ځوانانو غوښتل شوي، چې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې له جذبېدو ډډه وکړي.

سږ کال د افغانستان لپاره د امنیت له اړخه ډېر مهم دي، په دې کال کې د سولې او پخلاینې هڅې هم ګړندۍ شوې دي.

راتلونکی ۲۰۱۴ کال له دغه هېواده زیاتره بهرني جنګېدنکي پوځيان وځي او هغه چې پاتې کېږي، د افغان ځواکونو د ملاتړ رول به لوبوي.

خو افغان امنیتي بنسټونه وايي، ځواکونه یې دا وړتیا لري، چې د حکومت مخالفان په شا وتمبوي او د طالبانو جنګیالي پسې واخلي.

عام المنفعه شتمنۍ

هر کال د ژمي په تېرېدو او د ګرمۍ په ډېرېدو سره افغانستان کې جګړه تودېږي.

طالبانو پخپله اعلامیه کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو هرکلی کړی او وايي چې "دښمن په ټول قوت شا ته شوی او له خپلو اډو په تېښته دی. "

طالب مشرانو د تېر پر خلاف، خپلو جنګیالیو ته لارښوونه کړې، چې د عملیاتو پرمهال ولسي خلکو او عام المنفعه شتمنیو ته پام وکړي:

"د خالد بن ولید د عملیاتو په جریان کې خپلو ټولو مجاهدینو ته د ولسي خلکو د ځان، مال او ټولو ولسي شتمنیو او عام المنفعه تاسیساتو د تحفظ او خوندیتوب جدي او قاطع دستور ورکوي له خپلو مسلمانو هېوادوالو نه هم هیله لري چې د ولسي تلفاتو د مخنیوي په غرض د یرغلګرو له مرکزونو، له هغوی سره له کار کولو او د هغوی د مېشتېدنې له ځایونو څخه لیرې اوسي".

طالبانو سږنیو پسرلنیو عملیاتو ته د خالد بن ولید د عملیاتو نوم ورکړی، چې وايي "سر له یکشنبې ورځې به د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د یرغلګرو ځواکونو او د هغوی د ملاتړ پرضد پیل شي".

وړاندې د ملګرو ملتونو په یوه راپور کې ویل شوي وو، چې د تېرکال د لومړیو درو میاشتو په پرتله د سږ کال ۲۰۱۳ لومړیو درو میاشتو کې افغان ولسي مرګ ژوبله ٪۳۰ لوړه شوې ده.

په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یونما ویلي وو، چې یوازې د سږکال په لومړیو درو میاشتو کې ۴۷۵ ولسي افغانان وژل شوي، او ۸۷۲ نور ټپیان شوي.

بل خوا د افغانستان د دفاع وزارت په ټینګار سره وايي، چې اوس یې وسله والو مخالفانو د مخامخ جګړې توان له لاسه ورکړی دی.

ددغه وزارت یوه ویاند دولت وزیري ویلي، افغان ځواکونه په یوازې سر طالبان په شا تمبولی شي: "طالبان اوس د مخامخ جګړې توان نه لري؛ ځکه نو زیاتره د سړک غاړې ماینونه خښوي او ځانوژونکي بریدونه کوي، چې تر ډېره په کې ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اړوي."

ورته مطالب