کابل د ښځینه پولیسو د جنسي ازار رپوټ رد کړ

Image caption افغانستان اوسمهال ١٥٠ زره پوليس لري چې په هرو سلو تنو کې ايله بیله يوه يې ښځه ده.

د افغانستان کورنيو چارو وزارت يو شمېر هغه راپورونه بې بنسټه وبلل، چې ويل يې ګواکې د ښځينه پوليسو د ځانګړو تشنابونو او جامو بدلولو د خونو د نشتوالي له کبله له هغوى نه جنسي ګټه اخیستل کېږي.

د ياد شوي وزارت چارواکو ويلي چې ښايي د دغه راز راپورونو خپرېدل په پوليسو کې د ښځو پر جلب او جذب ناوړه اغېز وکړي.

د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان چې مرکز يې په نيويارک کې دى، د يوه راپور په ترڅ کې يې له افغان حکومته غوښتنه کړې چې د ښځينه پوليسو د جنسي ځورونې د مخنيوي په موخه بايد ژر تر ژره هغوى ته ځانګړي تشنابونه او د جامو بدلولو خونې جوړې کړي.

لسګونه ښځينه پوليسې د کابل امنيې قومندانۍ په يوۀ تالار کې په دې موخه ټولې شوې وې چې د خپلې ناخوښۍ غږ د چارواکو او رسنيو غوږونو ته ورسوي.

دغو ښځينه پوليسو ويل هغه راپور ناسم او بې بنسټه دى چې ګواکې ځانګړو تشنبابونو ته د نه لاس رسي له کبله په جنسي ډول ځورول کېږي.

د بشري حقونو د څار نيويارک مېشتي نړيوال بنسټ په يوۀ وروستي راپور کې راغلي دي چې ګواکې د افغانستان په پوليسي جوړښت کې د ښځينه تشنابونو او د جامونو بدلولو د خونو د نشتوالي له کبله يو شمېر ښځينه پوليسې په جنسي ډول د خپلو همکارانو له خوا ځورول کېږي.

دا دی د دغو راپورونو تر خپرېدو ايله څو ورځې وروسته د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي د خبريالانو پر وړاندې ودرېد او دا راپور يې بې بنسټه وبالۀ.

ښاغلي صديقي غوښتنه وکړه چې خپرنديونه بنسټ بايد د خپلې خبرې د پخلي په موخه کره لاسوندونه وړاندې کړي.

د بشري حقونو د څار نيويارک مېشتي نړيوال سازمان ويلي چې د خپل راپور د چمتو کولو لپاره ګڼو پوستو ته تللی او هلته يې د ښځينه پوليسو لپاره د لومړنيو خدمتونو په اړه د کورنيو او بهرنيو ځواکونو له چارواکو او خپله ښځينه پوليسو سره خبرې اترې کړې دي.

خو د کابل امنيې قومندان ايوب سالنګي په دغه بنسټ کې د ښځينه او نارينه پوليسو لپاره بېل او ځانګړي تاسسيات په ګوته کړل.

افغانستان اوسمهال ١٥٠ زره پوليس لري چې په هرو سلو تنو کې ايله بیله يوه يې ښځه ده.

افغان حکومت توانېدلی چې د تېرې لسيزې په ترڅ کې ايله ٢٢٠٠ ښځې د پوليسو په کرښو کې جذب کړي.

ورته مطالب