احمد شاه احمدزی:حاضر یم د کورنیو جګړو حساب ورکړم

Image caption د اوسني نظام، خلق دیموکراتیک ګوند غړو او له مجاهدینو سره یو ځای دخپلو تېرو کړنو په اړه حساب کتاب ته چمتو یم. احمدشااحمدزی

د افغانستان یوه پخواني جهادي مشر په لومړي ځل ومنله، چې تیار دی د نویېمې لسیزې په کورنیو جګړو کې د وژونو د ادعاوو په اړه حساب کتاب ته حاضر شي.

انجینیر احمدشاه احمدزی، چې د مجاهدینو د واکمنۍ پر مهال د افغانستان د کورنیو چارو وزیر او مرستیال صدراعظم پاتې شوی، بي بي سي سره په خبرو کې وملنه، چې مجاهدینو د غوايي د اتمې له بریا وروسته ډېرې تېروتنې وکړې.

نوموړي وویل، په دې شرط محکمې ته حاضرېږي، چې د افغانستان په کړکېچ کې ټولې ښکېلې غاړې محکمې ته ودرېږې.

ښاغلی احمدزی وايي، کابل ته د مجاهدینو له ننوتو وروسته، د مجاهدینو مشرانو دب هرنیانو په هڅونه خپل منځي شخړې پیل کړې چې د ده په ټکو دا یې لویه تېروتنه وه.

د احمدزي په وینا د ثور له اتمې وروسته د ځینو تېروتنو پړه مني، خو وايي دغه تېروتنې د بهرنیانو په لمسون د مجاهدینو په منځ کې راپورته شوې وې.

د ځینو رپوټونو له مخې، په نویېمې لسیزه کې د کورنیو جګړو پر مهال په افغانستان کې لسګونه زره کسان وژل شوي خو ښاغلی احمدزی دغه شمېر نه مني.

" ستاسې ژورنالیستان وايي، چې ۶۰ زره کسان وژل شوي، زه دغه شمېره بیخي نه منم. زه فکر کوم چې تر دوو زرو پورې کسان وژل شوې دي."

کله، چې له نوموړي وپوښتل شول، چې ایا تیار دی، د ثور له اتمې وروسته د دکورنیو جګړو پر مهال د ادعا شوو وژنو په اړه محکمې ته حاضر شي؟

نوموړي په ډاډه زړه او په تکرار دا ځواب ورکاوه، چې د اوسني نظام، خلق دېموکراتیک ګوند غړو او له مجاهدینو سره یو ځای د خپلو تېرو کړنو په اړه حساب کتاب ته چمتوی دی.

ښاغلی احمدزی، چې په افغانستان کې د بهرنیانو د پوځي اډو د شته والي کلک مخالف دی، دا رنګه وايي له پخوانیو تجربو یې ډېر څه زده کړي او دا ځل به د پخوا په څېر د بهرنیانو په لمسون پخوانۍ کړنې نه تکراروي.

له دې وړاندې له بي بي بي سي سره په خبرو کې د خلق دېموکراتیک ګوند ځینو پخوانیو مشرانو هم منلې وه، چې حاضر دي، د خپلو تېرو کړنو په اړه محکمې ته حساب کتاب ورکړي.

ورته مطالب