زابل کې د ناټو چورلکه غورځېدلې

Image caption د زابل د والي ویاند منلې چې د بهرنیو ځواکونو یو هیلیکوپتر په سیمه کې غورځېدلی.

د ناټوڅلور تنه مامورین چې په افغانستان کې یې د ناټو په مشرۍ له ایتلافي ځواکونو سره کار کاوه، هغه مهال ووژل شول چې د سپرلۍ هیلیکوپتر یې د هېواد په سویل کې وغورځېد.

د ناټو ځواکونو یوه ویاند بي بي سي ته ویلي د هیلیکوپتر د لوېدو په اړه لا هم پلټنې کوي خو لومړني رپوټونه وايي د الوتکې د لویدلو پرمهال په سیمه کې پوځي فعالیت نه کېده.

د وژل شویو کسانو هویت تراوسه نه دی څرګند شوی.

افغانستان کې د ناټو یوه ویاند وویل، دې لړ کې یې څېړنې پیل کړې، خو لومړنۍ څېړنې ښيي، چې د افغان حکومت وسله وال مخالفین د هیلیکوپتر غورځېدو په پېښه کې لاس نه لري.

تر اوسه معلومه نه ده، چې وژل شوي کسان پوځیان دي او که د ایساف ځواکونو ملکي کارکوونکي.

د زابل د والي ویاند منلې چې د بهرنیو ځواکونو یو هیلیکوپتر په سیمه کې غورځېدلی.

محمدجان رسولیار اسوشیټډپرس ته ویلي، چې د زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د پېښې ځای ته امنیتي ځواکونو کلابند کړی.

تېره میاشت په جنوبي کندهار ولایت کې د خراب موسم له کبله د امریکايي ځواکونو یو هیلیکوپتر وغورځېد، چې په کې ناست پنځه امریکايي پوځیان ووژل شول.

ورته مطالب