ننګرهار کې دیني عالم او یو شمېر کسان وژل شوي

Image caption حصارک ولسوالۍ د حکومتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته شوې.

نا څرګندو وسله والو د ننګرهار په هسکه مېنه ولسوالۍ کې يو ديني عالم وژلى دى.

سيمه ييز چارواکي وايي، وژل شوي ديني عالم د تېرې جمعې پر ورځ د ملي پوځ د يوه سر تېري جنازه کړې وه، چې له همدې امله د دوې په وينا د حکومت د وسله والو مخالفينو تر بريد لاندې راغى.

د سيمې اوسيدونکي وايي په مولوي صالح محمد پسې تېره شپه د ماخوستن تر لمانځه وروسته څو تنه وسله وال ورغلل او هغه يې په جومات کې په ډزو وواژه.

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

بل لور ته د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي د دغه ولايت په حصارک ولسوالۍ کې يې په مخامخ جګړه کې يو شمېر وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې.

د ننګرهار امنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال ٢٤ وسله وال مړه او ١٠ نور ټپيان ښيي، خو د ننګرهار د والي وياند احمد ضيا عبدالزى دوژل شويو شمېره اته کسه يادوي او د ټپيانو شمېر دقيق نه ښيي.

چارواکي حکومتي لوري ته اوښتى زيان مني، وايي د حصارک د ولسوال يو ساتونکى وژل شوى يو يې ټپي شوى او دارنګه دوه پوليس هم ټپيان شوي دي.

وسله والو طالبانو بيا د خپلو دوو ملګرو وژل کېدل منلي، خو ترڅنګ يې دا هم ويلي چې په دې پېښه کې يې پنځه پوليس وژلي دي.

ورته مطالب