کندهار کې د خپل سرو ودانيو جوړول درول شوي

Image caption چارواکي وايي په کندهار کې په خپل سر جوړې شوې ودانۍ د نړېدو له ګواښ سره مخامخ دي.

د افغاسنتان په کندهار کې چارواکو د هغو ودانیو کارونه درولي چې د ښاري نقشې پر خلاف د جوړېدو په حال کې دي.

سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې په خپل سر جوړو شوو ودانیو ښاري نقشه خرابه کړې او ښار یې لا پسې تنګ کړی دی.

چارواکي وايي، په خپل سر جوړې شوې دغه ودانۍ د نړېدو له ګواښ سره مخامخ دي او په راتلونکې کې د ښاري سیستم د نقشې پلي کول له ستونزو سره مخامخ کوي.

په سوېلي ولایت کندهار کې سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولايت کې د خپل سرو ودانيو د جوړېدو له امله ښاري نقشه خرابه شوې او د دغې چارې پر وړاندې یې جدي ګامونه پورته کړي دي.

د کندهار د ښاروالۍ مرستيال او د ښاري پراختيا ریيس تېره ورځ په ښار کې وګرځېدل او د نژدې ١٥ هغو ودانیو ودانیزې چارې یې ودرولې چې د ښاري نقشې برخلاف جوړېدلې.

د کندهار د ښاروالۍ مرستيال محمد نيسم رضايي وايي، د غه ودانۍ د ښار په بېلا بېلو سیمو کې جوړېدې او کارونه ېې د ښاروالۍ له اجازې پرته او د ښاري پراختيا له نقشې سره په ټکر کې پر مخ روان وو.

د هغه په وينا، د یو شمېر ودانیو جوړونکو د ښاروالۍ امر او د ښاري پراختيا نقشه اخيستې وه، خو خپلې ودانیزې چارې یې د هغې پر بنسټ پر مخ نه بېولې.

ښاغلی رضايي وايي، د ښار د لسګونو ناحیو مشرانو ته یې امر کړی چې د دغو ډول جوړېدونکو ودانیو چارې له توپيريز چلند پرته بندې کړي.

که څه هم په کندهار کې هره ناحيه انظباطي کارکونکي لري چې د ودانیو پر جوړېدو څارنه کوي خو د خلکو په وینا د پېسو په بدل کې په نا معیاري توګه جوړېدونکو ودانیو ته د جوړېدو اجازه ورکوي.

هاخوا بيا د کندهار د ښاري پراختيا ریيس انجینير محمد حنيف وايي، په ښار کې د خپل سرو ودانيو جوړېدو ښار بې نظمه او تنګ کړى دى.

د ښاغلي حنیف په وينا، دغه بې نقشې ودانۍ نه يوازې دا چې د نړېدو له شونتیا سره مخامخې دي، بلکې په راتلونکي کې د ښاري سيستم نقشه هم له ستونزو سره مخامخ کوي.

که څه هم داسې وېره شته، چې ولايتي چارواکي به د ښار د نظم لپاره د خپلو کړنو له امله د زورواکانو تر جدي فشار لاندې راشي او دغه چاره به بېرته ودروي، خو اړوند چارواکي بيا ټینګار کوي، چې په دې برخه کې به له خپل دريځ نه په شا نه شي.

ورته مطالب