له خبریالانو سره د افغان پولیسو ناوړه چلند ډېرېدل

نی
Image caption د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره یا نی وایي په تېره یوازې یوه اونۍ کې د خبریالانو په وړاندې د پولیسو د ناوړه چلند د پیښو شمېر تر اتو ډېر شوی.

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره 'نی' په دې وروستیو کې د خبریالانو پر وړاندې د پولیسو د ناوړه چلند د ډېرېدو په اړه اندېښه ښودلې ده.

نی وایي په تېره یوازې یوه اونۍ کې د خبریالانو پر وړاندې د پولیسو د ناوړه چلند د پېښو شمېر تر اتو ډېر شوی.

ددغې ادارې مشر صدیق الله توحیدي په کابل کې خبریالانو ته د دې ډول پېښو د ډېرېدو په اړه اندېښنه وښوده او له امنیتي ارګانونو یې وغوښتل چې له دوی سره د دې ستونزي په هواري کې مرسته وکړي.

ښاغلی توحیدي وایي، که چېرې د پولیسو له لوري د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه لا نوره هم ډېره شي، نو دوی به یو ډول له خود سانسورۍ سره مخامخ شي.

''له تېرې شاوخوا یوې اونۍ راپه دېخوا په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې ډېرې شوې. په همدې موده کې د خبریالانو پر وړاندې د زورزیاتي تر اتو ډېرې پېښې ثبت شوې دي چې په دې کې لږ ترلږه دوې پېښې يې د خبریالانو پر وړاندې وسله والې نښتې وې.

د خبریالانو وهل ټکول او د هغوی سپکاوی لاهم دوام لري. دا د دې لامل شوي چې خبریالان په ټول هېواد کې د خپل خوندیتوب په اړه اندېښمن شي. که چېرې دا حالت همداسې دوام وکړي نو د کال تر پایه به دا ډول پېښې لا نورې هم ډیرې شي او یوه داسې حالت ته به لاره هواره شي چې دوی په هېواد کې په جدي توګه سانسور ته مخه کړي. نو په ټول افغانستان کې خبریالان او رسنۍ د امنیتي ارګانونو جدي ملاتړ ته اړتیا لري''.

ددې ادارې چارواکي وایي د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو په رانژدې کېدو سره د دوی دا اندېښنې هم مخ په ډېرېدو دي.

په همدې حال د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د پولیسو له لوري دا ډول چلند غندي خو وایي په جدي توګه د ستونزو د ارزوني لپاره تدابیر په پام کې لري.

د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي وویل چې په دغو تدابیرو کې د یوه کمیسیون جوړول او هم د ولایتونو امنیه قومندانانو ته یوه داسې سپارښتنه په پام کې ده چې له خبریالانو څخه بشپړ ملاتړ وکړي.

Image caption د کورنیو چارو وزارت د پولیسو له لوري د خبریالانو وهل غندي.

ښاغلی صدیقي وایي تر دې وړاندې هم ځینې ارزونې شوې او په هغو مواردو کې چې پولیس په پېښه کې ګرم دي سزاوې هم ورکړل شوې، خو زیاتوي تر خپله وسه هڅه کوي چې خلکو ته د معلوماتو د رسولو په برخه کې له رسنیو سره خپله همکاري روښانه او پیاوړې کړې.

افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې د خبریالانو چارې په کې د بېلابېلو اړخونو له ستونزو سره مخامخ دي.

د وسله والو مخالفینو ترڅنګ ډېری وختونه د ملي پولیسو له لوري ناوړه چلند د دې لامل شوی چې خبریالان د افغانستان د پلازمېنې په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې په امان نه وي.

تخار، بدخشان، هرات او فراه هغه ولایتونه دي چې په تېره یوه اونۍ کې خبریالان په کې د پولیسو له لوري ځورول شوي دي.

ورته مطالب