نورستان کې شري '۲۰' ماشومان وژلي

Image caption د تېرکال په لومړیو کې د نورستان ولایت په دواب او منډول ولسوالیو کې د شري ناروغۍ له امله د څلوېښتو ماشوماتو د مړینې راپور ورکول شوی و.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، د نورستان مرکز پارون ته څېرمه سیمه کې په شري د اخته ماشومانو د درملنې لپاره یوه ډله ډاکټران استول شوي او د ناروغۍ څرنګوالی به له سیمې د تر لاسه شوي سمپل له څېړلو وروسته په ډاګه شي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند کنشکا ترکستاني وايي سیمې ته د ډاکټرانو استول شوې ډلې په شري د اخته ناروغانو درملنه کړې او پخپل راپور کې یې ویلي چې د دغې ناروغۍ له امله اته تنه ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ښاغلي ترکستاني زیاته: ''وروسته له هغه چې مو د دې موضوع په اړه راپور تر لاسه کړ د ډاکټرانو یوه ډله سیمې ته واستول شوه، دغو ډاکټرانو دوه سوه او اته دیرش تنه ماشومانو ته د شرې ناروغۍ واکسین ورکړل او شاوخوا یو سل او پنځوس تنه نور ماشومان ته یې د شرې ناروغۍ په ګډون د بېلابېلو ناروغیو لپاره در مل ورکړل''.

له دې وړاندې هم د نورستان د ولایتي شورا سرپرست ډاکټر شمس الدین اصیل رسنیو ته ویلي و چې د دې ولایت مرکز پارون ته څېرمه د اشتیوې په سیمه کې د شرې ناروغۍ له امله شلو تنو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

Image caption نورستان یو غرنی ولایت دی، چې تګ راتګ او د اړینو توکو رسول ورته ګران دي.

ویل کیږي وسله وال مخالفین د نورستان په ځینو کې د واکسین مخنیوی کوي.

له دې وړاندې هم په نورستان کې د شرې ناروغۍ له امله لسګونه ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و. د ۱۳۹۰ کال په لومړیو کې د ځايي چارواکو د وینا له مخې ۷۲ تنه ماشومان مړه شوي و.

دغه راز د تېرکال په لومړیو کې د نورستان ولایت په دواب او منډول ولسوالیو کې د شري ناروغۍ له امله د څلوېښتو ماشوماتو د مړینې راپور ورکول شوی و.

ورته مطالب