بغلان کې پلار پر لور "پر له پسې جنسي تېری کړی"

Image caption پوليسو اوس خپلې پلټنې بشپړې کړي او دوسيه يې څارنوالۍ ته سپارلى ده.

د بغلان پوليسو يو پلار په دې تور نيولى او څارنوالۍ ته ورپېژندلى چې ګواکې پر خپلې لور يې په پرلپسې ډول جنسي تېرى کړى دى.

پوليس وايي چې تورن د خپلې دغې کړنې اعتراف هم کړى دى.

په شمال کې د افغانستان د بشر د حقونو سيمه یيز دفتر ويلي دي که تورن په رښتيا هم ګرم وخېژې بايد چې تر ټولو سخته يانې د اعدام سزا ورکړل شي.

د بغلان سيمه یيز پوليس وايي دا پېښه د دغه ولايت په خوست وفرنګ ولسوالۍ کې شوې ده.

د ياد شوي ولايت د امنيت امر محمد صادق مرادي بي بي سي ته وويل د نجلۍ نيکه ورته عارض شو چې ګواکې زوى يې پر خپلې لور جنسي تېرى کوي.

ښاغلي مرادي وويل لور او پلار دواړو منښته کړې ده چې يو له بل سره يې جنسي اړيکي لرل.

"له نجلۍ سره هم خامخا سندونه او شواهد وو هغې او پلار يې دواړو د جنسي تېري منښته کړې او د پلټنو په ترڅ کې يې قضيه په بشپړه توګه روښانه کړې ده."

د بغلان پوليسو دا هم ويلي دي چې ياد شوي پلار له ٧ مياشتو راهيسې په پرله پسې ډول پر خپلې لور جنسي تېرى کاوۀ چې له کبله يې نجلۍ د ٧ مياشتو مېندواره ده.

پوليسو اوس خپلې پلټنې بشپړې کړي او دوسيه يې څارنوالۍ ته سپارلى ده.

په شمال کې د افغانستان د بشر د حقونو د خپلواک کميسون سيمه یيز دفتر ويلي که محکمه دغه تورن پلار پړ وخېژوي نو بايد چې د اعدام سزا ورکړل شي.

د بغلان ديني پوهانو بيا د دغې قضيې په اړه د ناهيلۍ څرګندونه کړې او غوښتنه يې کړې چې تورن پلار بايد د ولس د سترګو تر وړاندې پر ډاګ ډګري اعدام کړل شي.

د افغانستان د بشر د حقونو بنسټ د شمېرو له مخې په تېر يوۀ کال کې په دغه هېواد کې پر ښځو او ماشومانو د جنسي تېري ١٦١ پېښې ثبت کړې دي.

ورته مطالب