کابل د ټولو پوځي عملياتو د خپلولو چمتووالى کوي

Image caption اوس وخت د افغانستان د ۸۰ سلنه وګړو امنیتي مسوؤلیت د افغان ځواکونو پر غاړه دی.

افغان حکومت د ټولو پوځي عملیاتو د مشرۍ لپاره د تیارۍ خبر ورکړی دی. د د فاع وزارت وايي دا مهال د ۹۰ سلنه عملیاتو مشري خپله افغان پوځیان کوي.

اوس وخت د افغانستان د ۸۰ سلنه وګړو امنیتي مسوؤلیت د افغان ځواکونو پر غاړه دی او ټاکل شوی چې د دې کال تر پایه د ټولو سیمو امنیتي چارې ترلاسه کړي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي په وینا دا مهال افغان وسله وال ځواکونه n کیفيت او کمیت له پلوه ښې وړتیاوې لري.

د ښاغلي عظیمي په وینا د افغانستان د ملي اردو ځواکونه لا هم د روزنې په حال کې دي او د ۲۰۱۴ کال ترپایه به یې شمېر ۳۵۲ زرو تنو ته ورسېږي.

"د حالاتو د کنترول او د ګواښونو د لېرې کولو په تړاو د افغان امنیتي ځواکونو په تېره بیا د ملي اردو د وړتیاوو په اړه به هېڅ د اندېښنې ځای نه وي. موږ به تر ۲۰۱۴ کال وروسته یو ۳۵۲ زره کسیز ځواک ولرو. چې تر هغه وخته به لا ښې وړتیاوې ولري. هر کال د دوی د ملاتړ لپاره څلور اعشاریه یو میلیارد ډالره مالي ملاتړ لرو او دغه راز خلک هم له موږ سره دي."

ښاغلی عظمي تر ۲۰۱۴ کال وروسته د حالاتو په اړه اندېښنې د مخالفینو تبلیغات بولي او زیاتوي چې د افغان ځواکونو وړتیاوې ورځ تربلې ډېرېږي.

د هغه په وینا وسله وال طالبان دا مهال له افغان ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان نه لري او تر ډېره په ترهګریزو او وېرونکو بریدونو لاس پورې کوي او یا هم په یو شمېر سرحدي سیمو کې خپل بریدونه کوي.

د ښاغلي عظیمي د دغو څرګندونو سره هم مهاله طالبان لا هم په ځینو ولایتونو کې خپلو ډله ییزو بریدونو ته دوام ورکوي.

شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې وسله والو طالبانو د فاریاب ولایت د قیصار په ولسوالۍ کې چې نسبتأ آرامه سیمه بلل کېده، پر یو شمېر امنیتي پوستو بریدونه وکړل او ځینې سیمې یې ونیولې.

د راپورونو له مخې په هغه برید کې دواړو خواوو ته درنه مرګ ژوبله هم اوښتې.

دا مهال د قیصار ولسوالۍ امنیتي حالت د اندېښنې وړ بلل کېږي.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي افغان ځواکونه لا هم بهرنیو مرستو ته اړتیا لري، چې دغه اړتیا تر ډېره د روزنې په برخه کې احساسېږي.

ورته مطالب