افغانستان کې ۴ میلیونه کسان بې کاره دي

Image caption د ۲۰۱۴ کال په نژدې کېدو سره په افغانستان کې د وزګارتيا د کچې د لوړېدو ګواښ ورځ تر بلې زیاتېږي.

نن چار شنبه (مې اوله) په افغانستان کې د کارګر نړیواله ورځ ده. د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، په دغه هېواد کې شا وخوا څلور میلیونه وګړي وزګار دي، خو د کارګرانو ټولنه بیا دغه شمېره ډېره ښيي.

د کارګرانو ټولنه پر افغان حکومت نیوکه کوي، چې نه دی توانېدلی په هېواد کې د وزګارو کسانو لپاره د کار زمينې برابرې کړي او دغلته د وزګارتيا کچه راټيټه کړي.

بله خوا د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، د دغه وزارت دنده یوازې د کار موندنې د تګلارې جوړول او د مسلکي زده کړو ښوول دي چې په دې توګه هغوى د وزګارو خلکو لپاره د کار موندلو مسوليت ته غاړه نه ږدي.

د ۲۰۱۴ کال په نژدې کېدو سره په افغانستان کې د وزګارتيا د کچې د لوړېدو ګواښ ورځ تر بلې زیاتېږي.

هره ورځ په لسګونه ځوانان او زاړه د کابل ښار په څلور لارو کې د کار موندنې په تمه وي، خو هره ورځ د کار موندل ناشونی کېږي.

د دغه وزارت مرستیال حسام الدین همراز د کارګرانو د نړیوالې ورځې په وياړ په جوړه شوې غونډه کې وویل، په دغه هېواد کې څلور میلیونه وګړي وزګار دي.

"په افغانستان کې شاو خوا څلور میلیونه وګړي بې کاره دي. په خواشینۍ سره د دوی ستونزه دا ده چې ډېری ورځې کار نه ورته پیدا کېږي. تنخوا يې لږه ده. موږ غواړو د دغو ستونزو د هواري لپاره په ځینو تګلارو کار وکړو."

خو په دغه هېواد کې د وزګارو کسانو په اړه د کار او ټولنیزو چارو وزارت او د افغانستان د کارګرانو د ټولنې لخوا په خپرو شویو شمېرو کې توپير ليدل کېږي.

د دغې ټولنې مشر معروف قادري په دغه هېواد کې د وزګارو کسانو شمېره د کار او ټولنیزو چارو تر وزارت ډېره ښيي.

ښاغلی قادري پر افغان حکومت نیوکه کوي، چې په تېرو ۱۲ کلونو کې نه دی توانېدلی، چې په افغانستان کې د وزګارۍ کچه ټيټه کړي.

د نوموړي په وینا له همدې کبله يې پرېکړه کړې، ځینې هغه کارګران، چې مسلکي زده کړې لري، ځینو نورو هېوادونو ته واستوي.

"تر اوسه نه دولت او نه مو هم ټولنیز شریکان توانېدلي، چې وزګار کسانو ته د کار زمینه برابره کړي. اړ یو، تر هغې چې دغو کسانو ته د کار زمینه برابرېږي، خلیج هېوادونو ته يې واستوو. دا هغه کارګران دي، چې د لنډ وخت لپاره هلته ځي."

خو د کار او ټولنیزو چارو وزارت بیا وايي، د دغه وزارت دنده یوازې د تګلارې جوړول او د مسلکي زده کړې ښوول دي.

په افغانستان کې د وزګارۍ د ستونزې ترڅنګ هغه کسان چې کارونه هم لري، ډېری يې د کار له قوانینو محروم دي، خو د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايې، چې د کار قانون په بشپړه توګه پلی کېږي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايې، د مسلکي زده کړو ۳۰ مرکزونه لري، چې شا وخوا ۱۰۰ زرو کسانو په کې روزنه لیدلې او ۸۶ سلنې ته يې د کار زمینه هم برابره شوې ده.

د چارواکو لخوا د خپرو شویو شمېرو له مخې شا وخوا ۴۵۰ زره تنه په دولتي بنسټونو کې او یو نیم میلیونه په خصوصي سکټورونو کې په کار بوخت دي

ورته مطالب