یونما د افغان رسنیو خپلواکي غواړي

Image caption ځینې کارپوهان پر دې باور دي، چې په ځینو مواردو کې خبریالان د نامسلکي چلند له کبله له ګواښونو سره مخ کېږي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي ماموریت اداره یوناما په دغه هېواد کې له بېلابېلو غاړو او سیاستوالو غوښتنه کړې، چې د تېرې لسیزې د یوې سترې لاس ته راوړنې په توګه دې د رسنیو د خپلواکۍ ملاتړ وکړي.

د رسنیو د خپلواکۍ د نړیوالې ورځې په تړاو له خوسته نیولې تر تخاره د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې غونډې جوړې شوې چې افغان خبریالانو او دولتي چارواکو پکې ګډون وکړ.

په دغو غونډو کې خبریالانو مالوماتو ته د لاسرسي په برخه کې له ستونزو نیولې تر د مسلکي وړتیاو د ټیټوالي او د دوی پر وړاندې د شته تاوتریخوالي او ربړونو پورې ننګونې د رسنیو د خپلواکۍ پر وړاندې خنډونه وبلل.

په ځینو غونډو کې دولتي چارواکو یو شمېر خبریالانو ته ستاینلیکونه ورکړل.

د تخار ولایت په مرکز تالقانو کې یو واټ د خپلواکۍ او یوه څلورلارې د رسنیو په نامه ونومول شوه او خبریالانو اعلان وکړ، چې دغه څلورلارې به د خبریالانو پر وړاندې د هر ډول تاوتریخوالي په غبرګون کې د اعتراض په ډول د راټولېدو د یوه ځای په ډول کاروي.

د رسنیو خپلواکي د تېرې لسیزې له سترو بریاو څخه ده، چې افغان دولت یې نړیوالو ته په دې هېواد کې د ولسواکۍ د لومړۍ ستنې په توګه یادوي.

اوسمهال په افغانستان کې لسګونه تلویزونونه او سلګونه رادیوګانې او چاپي خپرونې فعالیت کوي، خو د ډېرو په باور دغه بریاوې تر اوسه نازکې دي او پخوالي ته نه دي رسېدلې.

تضمین

ښايي همدا اندېښنه د دې لامل شوې وي، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یوناما له افغان سیاستوالو وغوښتل چې په دغه هېواد کې د دغو لاسته راوړنو ملاتړ وکړي.

یوناما رسنیو ته په یوه لېږلې خبرپاڼه کې ټینګار کړی، چې د خبریالانو خوندیتوب، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او د وینا خپلواکي کولای شي په افغانستان کې د ولسواکۍ راتلونکی او د ۲۰۱۴ کال په ټاکنو کې په راڼه ډول د مشرتابه لېږد تضمین کړي.

خو په همدې حال کې د افغانستان د خپلواکو رسنیو د ملاتړ اداره نۍ د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتېدو له کبله اندېښنه څرګندوي او وايي، چې په تېر یوه کال کې په دغه دفتر کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۶ پېښې ثبت شوې دي.

د دغې ادارې یوه چارواکي صدیق الله توحیدي د دولتي ځواکونو او نورو وسله والو لخوا د خبریالانو پر ربړونو اندېښنه څرګنده کړه.

ښاغلي توحیدي پر اطلاعاتو او کلتور وزارت تور پورې کړ، چې په دې برخه کې جدي ګامونه نه پورته کوي.

په افغانستان کې د سوېلي اسیا د خپلواکو رسنیو ټولنې مسول ضیا بومیا ادعا کوي، چې یو شمېر بهرنۍ کړۍ هم په دغه هېواد کې د رسنیو پر وړاندې خنډونه جوړوي.

په افغاسستان کې د رسنیو د خپلواکۍ موضوع یوه تنکۍ او نوې را ټوکېدلې پدیده بلل کېږي. که څه هم د څومره والي له پلوه په دغه هېواد کې د رسنیو شمېر ډېر دی، خو د کیفیت له پلوه دغو رسنیو لا تر اوسه د نورو هېوادونو په څېر وده نه ده کړې.

ځینې کارپوهان پر دې باور دي، چې په ځینو مواردو کې خبریالان د نامسلکي چلند له کبله له ګواښونو سره مخ کېږي.

ورته مطالب