افغانستان کې پنځه امريکايي سرتېري وژل شوي

Image caption پېښه په ميوند ولسوالۍ کې شوې ده.

آيساف ځواکونو د افغانستان په سوېل کې د پنځو امريکايي سرتېرو د وژل کېدو خبر تاييد کړی دی.

د دوی په خبره دغه سرتېري د سړک د غاړې ماين په يوه پېښه کې وژل شوي دي.

په کندهار کې امنيتي چارواکي وايي پېښه د دغه ولايت په ميوند ولسوالۍ کې شوې ده.

افغان چارواکي وايي دا په افغانستان کې پر ناټو ځواکونو د وسله والو طالبانو د پسرلنيو عملياتو تر ټولو خونړی بريد دی.

دغه سرتېري د افغانستان په سوېل کې د سړک د غاړې يوه ځای پر ځای شوي ماين وژلي دي.

د ايساف ځواکونو يوه وياند ليما چارلي بي بي سي ته تاييد کړه چې وژل شوي سرتېري امريکايان دي:

"موږ کولی شو تاييد کړو چې د نړيوالو سوله ساتو ځواکونو ايساف پنځه غړي امريکايي سرتېري د افغانستان په سوېل کې د سړک د غاړې د ماين په يوه پېښه کې وژل شوي دي."

ښاغلي چارلي د پېښې کره ځای و نه ښود، خو په کندهار کې چارواکي وايي دغه سرتېري د ميوند په ولسوالۍ کې هغه مهال ووژل شول چې موټر د سړک د غاړې په يوه ماين ور برابر شو.

دغه بريد له هغه يوازې څلور ورځې وروسته رامنځ ته کېږي چې په يوه ورته بريد کې درې برتانوي سرتېري په هلمند کې ووژل شول.

په افغانستان کې مېشتو بهرنيو ځواکونو ته ډېری تلفات د سړک د غاړې بمونو له امله ور اوړي.

ورته مطالب