"د افغانستان امنیت د پاکستان تر ګواښ لاندې دی"

Image caption د ډېورنډ کرښه چې د استعماري ځواک له خوا د سیمې پر خلکو تپل شوې، د افغانستان د خلکو او حکومت لپاره د منلو وړ نه ده. جانان موسی زی

د افغانستان د بهرنیو چارو وزرات وايي د دغه هېواد امنیت د پاکستان له خوا تر ګواښ لاندې دی.

د دغه وزرات چارواکي وايي که پاکستان په رښتیا له ترهګرۍ او د هغو وسله والو طالبانو د کړنو مخه نیول غواړي چې د ډېورند کرښې له بلې غاړې افغانستان ته د وراانکارو کړنو لپاره ځي، نو باید د هغوی پټن ځایونه او روزنځایونه چې په هغه خاوره کې موجود دي له منځه یوسي.

تېره ورځ ( مې ۴ ) افغان ولسمشر حامد کرزی هم ویلي وو چې حکومت به یې هېڅکله هم د ډېورنډ کرښه په رسمیت ونه پېژني او د ګوشتې ولسوالۍ پېښه یې د ډېورنډ کرښې د پېژندلو لپاره پر افغانستان د یو ډول فشار بېلګه بللې وه.

په وروستیو کې د ډېورنډ کرښې په خوا کې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر نښتې وروسته د دواړو هېوادونو اړیکې یو ځل بیا ترینګلې شوې دي.

د تېر په پرتله د افغان حکومت او چارواکو په خبرو او لهجې کې هم روښانه بدلون څرګندېږي.

وروستۍ څرګندونې د افغانستان د بهرنیو چارو وزرات ویاند جانان موسی زی وکړې، هغه وايي د دوی لپاره له پاکستان سره اړیکې ډېرې مهمې دي، ځکه د افغانستان امنیت ته ګواښ هم د پاکستان له خوا دی:

" د پاکستان اسلامي جمهوریت تر ټولو موږ ته مهم دی ځکه چې د افغانستان امنیت او ثبات د پاکستان له ناحیې تر ګواښ او خطر لاندی دی، چې له امله یې هم د افغانستان او پاکستان پرمختګ پڅ پاتې شوی دی. موږ هیله لرو چې د پاکستان د مشرانو د رښتینې او عملي مرستې په پایله کې وکولای شو هغو ګډو ستونزو ته ې په سیمه کې موجودې دي په ځانګړي ډول د ترهګرۍ او افراطیت ستونزو ته د پای ټکی کېږدو."

ښاغلی موسی زی وايي د ډیورنډ کرښه چې د استعماري ځواک له خوا د سیمې پر خلکو تپل شوې، د افغانستان د خلکو او حکومت لپاره د منلو وړ نه ده.

تېره ورځ افغان ولسمشر حامد کرزي هم په زغرده ویلي وو چې حکومت به هېڅکله هم د ډېورنډ کرښه په رسمیت ونه پېژني او د ګوشتې ولسوالۍ پېښه یې د ډېورنډ کرښې د پېژندلو لپاره یو ډول فشار وباله او له وسله والو طالبانو یې وغوښتل چې د خپلو ټوپکو شپیلې دې د افغانانو پر ځای پر هغو کسانو ورواړوي چې د دې خاورې پر ضد ګام پورته کوي.

ورته مطالب