پوهنې چارواکي: که له غړو یې پوښتنه وي د دوی له لارې دې وشي

Image caption چارواکي وايي بهرني او کورني امنيتي ځواکونه به د شپې له خوا په تورنو کسانو پسې ورځي خو دوى به يې ورته په رڼا ورځ مخې ته ودروي.

د افغانستان په خيتځ ولايت ننګرهار کې د پوهنې رياست چارواکو له افغان او بهرنيو ځواکونو غوښتي که د پوهنې رياست پر غړو او کارکونوکو له اورپکو سره د تړاو شک کوي، نو د ياد شوي رياست له لارې دې ترې پوښتنې ګروېږنې وکړي.

د ننګرهار د پوهنې ریاست ویاند محمد اصف شينواري دا غوښتنه د هغو شپږو ښوونکو او شاګرادانو له خوشې کېدو وروسته وکړه چې اوړمه ورځ په چپرهار ولسوالۍ کې د شک پر بنسټ نيول شوي وو.

محمد اصف شينواري بي بي سي ته وويل چې مخکې هم د ننګرهار په يو شمېر سيمو او په ځانګړي ډول په پرتليز ډول نا ارامو ولسواليو چپرهار او خوګياڼيو کې د پوهنې رياست يو شمېر غړي له وسله والو مخالفانو سره د تړاو په شک نيول شوي وو، چې ډېرى يې تر پوښتنو ګروېږنو وروسته سپين ختلي او پرې ښودل شوي دي.

ښاغلي شينواري له افغان او بهرنيو ځواکونو وغوښتل که د پوهنې رياست پر اړوندو کسانو شک لري، د دوى له لارې دې ترې پلټنې وکړي، ځکه چې په وينا يې که امنيتي ځواکونه يې بيايي نو د پوهنې بهير له خنډ او ځنډ سره مخامخېږي.

نوموړي وويل بهرني او کورني امنيتي ځواکونه به د شپې له خوا په تورنو کسانو پسې ورځي خو دوى به يې ورته په رڼا ورځ مخې ته ودروي.

د ننګرهار د پوهنې ریاست ویاند دا غوښتنه وروسته تر هغې وکړه چې په چپرهار ولسوالۍ کې د افغان او بهرنيو ځواکونو له خوا د يوه مدير په ګډون شپږ کسه نيول شوي ښوونکي او زده کونکي تر پلټنو وروسته سپین وختل او بېرته خوشې شول.

د غو کسانو چې د ننګرهار د سوېلي ولسوالۍ چپرهار له دريو لېسو سره يې تړاو درلود د حکومت له وسله والو مخالفانو سره د تړاو په تور اوړمه شپه نيول شوي وو.

ښاغلي شينواري وويل په پرتلیز ډول نا ارامو ولسواليو چپرهار او خوګياڼيو کې وړاندې هم يو شمېر مديران ښوونکي او زده کونکي د افغان او بهرنيو ځواکونو له خوا نيول شوي وو، چې تر پلټونو سپين وتلي وو او بېرته پرښودل شوي وو خو وايي په خوګياڼيو ولسوالۍ کې د پوهنې رياست د ځينو نيول شويو کارکونکو برخليک لا هم جوت نه دى.

ورته مطالب