بلخ کې یو پړانګ وژل شوی

Image caption په کليوالو سيمو کې زياتره وحشي ځناور د خلکو پسونه او وزې خوري، نوځکه خلک پر ې په غوصه کېږي او پرې بريد کوي او وژني يي

د افغانستان د چاپيريال ساتني ادارې چارواکو بي بي سي ته ويلي دي چې د افغانستان په شمال د بلخ ولايت د خلم په ولسوالۍ کې يو پېشو پړانگ وژل شوى دى.

ادارې وويل سيمه ييزو خلکو ددې پېښې په اړ ه راپور ورکړ او اوس يې په اړه پلټنه کوي .

ددې ادارې د مرستيال جنرال محمد ملکيار په وينا سيمه ييزو خلکو له دې خبر کړل چې پيشو پړانگ وژل شوى دى . هغه وايي دوى ته داسې وويل شول چې گواکې پېشو پړانگ د غره له يوې څوکې لاندې وليد او بيا موټروواهه .

د سيمه ييزو خلکو په وينا پيشو پړانگ له پېښې وروسته د پنځه د قيقو لپاره ژوندى و او بيا يې ساه ورکړه .

خو ښاغلى ملکيار وايي فکر نه کوي چې دا خبره به سمه وي . ځکه وايي پيشو پړانگ ډېر هوښيار ځناور دى او په اسانۍ سره له غره نه لوېږي .

دا د پيشو پړانگانو د القاح موسم دى او داسې ښکاري چې نر او ښځينه پيشو پړانگه په همدې موخه سيمې ته راغلي و او د مرميو ټپونه د پيشو د مرگ سبب شوى .

ښاغلى ملکيار وايي سيمه ييزو خلکو د نر پيشو پړانگ انځور په موبايل کى اخيستى و او دوى ته يې وسپاره.

دى وايي د ښځينه پيشو پړانگې د ساتنې لپاره يې چمتووالي نيولي دي، ځکه وايي دابه د نر پيشو پړانگ مرگ ډېره په غوصه کړې وي او کېداى شي چې کومه ناوړه پېښه رامنځ ته شي .

ملکيار وايي خلکو ته يي ويلي چې که ښځينه پيشو پړانگ ښکار ونه مومي نو کېداى شي چې پرپسونو ، وزو اوچرگانو باندې بريد وکړي . خو وايي له خلکو يې داهم غوښتي چې پر هغې بريد ونه کړي .

په کليوالو سيمو کې زياتره وحشي ځناور د خلکو پسونه او وزې خوري، نوځکه خلک پر ې په غوصه کېږي او پرې بريد کوي او وژني يي

ورته مطالب