مالیې وزارت وايي لوېدیځوال قصداً افغان عواید لږ ښيي

Image caption ای ایم ایف وايي د ماليې وزارت د کال په لومړۍ ربعه کې له ۲۰ تر ۳۰ سلنې لږ عوايد ټول کړي دي چې لامل يې فساد او د سوداګرو له لوري د ماليو نه ورکول په ګوته کړي دي.

د افغانستان د ماليې وزارت د پيسو د نړیوال صندوق (ای ایم ایف) هغه اټکل رد کړی چې ګواکې افغان حکومت به د مامورينو د معاشونو په ورکولو کې له ستونزو سره مخامخ شي.

دوی وايي د مالي کال بدلېدل، ترانزيتي ستونزې او د لويديځو رسنيو له لوري د افغانستان د وضعيت په اړه د بې باورۍ رامنځ ته کولو راپورونه د عوایدو د کمېدو لامل شوي دي.

د پيسو نړېوال صندوق نوی راپور چې له خپرېدو وړاندې امريکايي نیویارک نيويارک ورځپاڼې خپور کړی وايي ډېری افغانان په ځانګړي ډول لوی سوداګر چې له لوړپوړو چارواکو او سياسي څېرو سره تړاو لري، ډېره لږه ماليه ورکوي.

ای ایم ایف دغه راز وايي د عوايدو يوه برخه د افغانستان په ګمرکونو کې ورکېږي.

دوی په دې اند دي که حکومت د عوايدو د ټولولو لپاره په اوسني سيستم روان وي، نو د خپلو مامورينو د معاشونو په ورکولو کې به هم له ستونزو سره مخامخ شي.

د پيسو د نړیوال صندوق کاږي افغانستان د سږ کال په لومړۍ ربعه کې له هغې اندازې له ۲۰ تر ۳۰ سلنې شاته پاتې دی چې د دغه صندوق له لوري ورته ټاکل شوې ده.

ترانزیتي ستونزې

د افغانستان د ماليې وزارت سلاکار نجيب منلی وايي له ټاکلي حده يوازې ۲۰ سلنه وروسته پاتې دي، چې دی يې لاملونه ترانزيتي ستونزې او د مالي کال بدلېدل بولي:

''زموږ یوه ګاونډي د ترانزیت په برخه کې ستونزې راته پیدا کړې، همدا راز تېر کال موږ خپل مالي کال بدل کړی دی. له دې څخه دا پایله اخیستل، چې ګني حکومت به مجبور شي چې د مامورینو معاش ورکړل نه شي، فکر کوم دا قدم اخیستل او دا وینا غیر مسؤولانه ده''.

د افغانستان د عادي بوديجې نيمايي افغان حکومت د خپلو عوايدو له لارې پوره کوي چې تر ډېره بريده د دولتي کارکوونکو معاشونه ترې ورکول کېږي.

د کابل پوهنتون د اقتصاد استاد سيف الدين سيحون بيا د عوايدو د کمېدو لوی لامل په بندرونو کې اداري فساد او پر حکومت د خلکو بې باوري ښيي.

د افغانستان د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمېسيون مشر اميرخان يار د پيسو د نړېوال صندق اندېښنې پر ځای بولي، وايي په دې تړاو يې خپلې اندېښنې د ماليې له وزارت سره شريکې کړي دي.

افغانستان د خپلې بوديجې د بشپړولو په برخه کې تر ۲۰۳۲ کاله نړېوالو مرستو ته اړتیا لري.

د افغانستان د عوايدو د کمېدو په تړاو راپورونه پر داسې مهال خپرېږي چې خلک له ۲۰۱۴ کال وروسته له مالي اړخه په ځان د بسيا کېدو په اړه لا له وړاندې اندېښنې لري.

ورته مطالب