امریکایی 'سپریم' شرکت لویې څارنوالۍ ته معرفي شو

Image caption د افغانستان د مالیې وزارت وايي، پر سپریم شرکت په تېرو څو کلونو کې په ټوله کې څلور میلیارده افغانۍ، چې ۷۲ میلیون ډالره کیږي، مالیه راغلې ده، خو دغه شرکت د خپلو عوایدو مالیه نه ده ورکړې.

د افغانستان مالیې وزارت یو لوی لوجستيکي شرکت لويې څارنوالۍ ته معرفي کړی او د دغه شرکت بانکي حسابونه يې بند کړي دي.

د دغه وزارت په وینا دا ګام یې ځکه اوچت کړي، چې سپریم شرکت له تېرو څو کلونو راهیسې د مالیې له ورکولو سرغړونه کړې ده.

د افغانستان د مالیې وزارت اوس غواړي د سپریم په نوم له امریکا يي شرکت نه د ماليې اخیستلو بهیر په جدي توګه وڅاري.

د سپریم په نوم امریکا يي شرکت، چې ناټو او امریکايي ځواکونو ته اکمالات کوي، په تېرو څو کملونو کې د ماليې د نه ورکولو له امله لویې څارنوالۍ ته معرفي شوی او مشران يې د افغانستان د لويې څارنوالۍ له خوا له دغه هېواده له وتلو منع شوي دي.

د افغانستان د مالیې وزارت وايي، پر سپریم شرکت په تېرو څو کلونو کې په ټوله کې څلور میلیارده افغانۍ، چې ۷۲ میلیون ډالره کیږي، مالیه راغلې ده، خو دغه شرکت د خپلو عوایدو مالیه نه ده ورکړې.

د دغه وزارت سلاکار نجیب منلي بي بي سي ته وویل، چې دغه شرکت به د ماليې د بښنې له سپيناوي وروسته خپله ټوله مالیه حکومت ته ورکړي.

د ماليې وزارت په وینا د افغانستان په کچه سپریم یوازینی شرکت دی، چې تر ټولو ډېره مالیه ورباندې راغلې ده.

بله خوا د اقتصادي چارو یوشمېر کتونکي په دې باور دي، چې د حکومت له خوا د دا ډول ګام اوچتول د افغانستان د اقتصاد لپاره ګټور دی.

په ۲۰۰۳ کال کې د افغان حکومت او نړیوالو ځواکونو ترمنځ د بښنې د تړون له مخې هغه اکمالات چې د نړیوالو ځواکونو لپاره کیږي، مالیه به نه ورکوي، خو د چارواکو په وینا ځینو دغو شرکتونو، چې له افغاني شرکتونو سره يې د دویم او دریم لاس تړونونه هم کړي وو، د هغې مالیه يې نه ده ورکړې.

ورته مطالب