ناټو: هېڅ پوسته مو پاکستان ته نه ده سپارلې

Image caption وړاندې تر دې ویل شوي وو چې آیساف ځواکونو په سیمه کې خپل تاسیسات پاکستاني ځواکونو ته پرې ایښي دي، نو له همدې امله پاکستاني ځواکونه هم شاوخوا څلوېښت کیلومتره د ډیورنډ له کرښې د افغانستان خاورې ته ورتېر شوي.

په افغانستان کې مېشت د ناټو ځواکونه وايي دوی په افغانستان کې د ډیورنډ کرښې له خوا سره خپل هېڅ مرکز پاکستاني لوري ته نه دی سپارلی.

دوی دغه راز وايي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اوسنۍ لانجه باید د ملګرو ملتونو له لارې حل شي.

د ننګرهار ولایت په ګوشتې ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو له خوا د پاکستان له لوري درول شوې دروازې تر نړولو او نښتې وروسته د دوشنبې په ورځ یو ځل بیا نښتې شوې دي.

وړاندې تر دې ویل شوي وو چې ایساف ځواکونو په سیمه کې خپل تاسیسات پاکستاني ځواکونو ته پرې ایښي دي، نو له همدې امله پاکستاني ځواکونه هم شاوخوا څلوېښت کیلومتره د ډیورنډ له کرښې د افغانستان خاورې ته ورتېر شوي.

خو د ایساف ځواکونو ویاند جنرال ګونتر کتز وايي دوی د واک د لېږد په بهیر کې خپل تاسیسات یواځې افغان لوري ته سپارلي نه پاکستاني ځواکونو ته:

''دا خبرونه ریښتیا نه دي چې د لېږد د بهیر په ترڅ کې چې په تېرو څو میاشتو کې ترسره شوی، ایساف په سرحدي سیمو کې خپلې پوستې پاکستاني خوا ته سپارلي. زما په اند هغه راپورونه چې ورکول شوي هغه په ۲۰۰۲ او ۲۰۰۳ کلونو پروې تړلي دي چې ځای یې هم دقیق نه دی ښوول شوی. خو دا چې ویل کیږي موږ په وروستیو کې پاکستاني لوري ته پوستې سپارلي دا په څرګنده توګه ردوم''.

پاکستانی شارژدافیر

په ګوشتې کې د افغان او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د بیا نښتې سره هم مهاله دیپلوماتیکې اړیکې هم ګړندۍ شوې دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزرات په کابل کې د پاکستان سفارت شارژدافیر ورغوښتی وو او د ډیورنډ له کرښې سره نژدې یې د پاکستاني پوځیانو د برید په اړه اعتراض څرګند کړ.

او وايي که پاکستان خپلو بریدونو ته دوام ورکوي نو د هر راز پایلو مسؤولیت به یې هم د هغوی پر غاړه وي.

د ایساف ځواکونو ویاند هم وايي ټولې خواوې کولای شي چې دغه راز موضوعات د ملګرو ملتونو له لارې حل کړي:

''ټول هېوادونه او په دغې پېښې کې پاکستان او افغانستان دا فرصت لري چې ملګرو ملتونو او د ملګرو ملتونو له امنیت شورا سره په تماس کې شي. هلته د نړیوالې ټولنې له خوا تګلارې شته چې له دغه شان پېښو سره څه ډول معامله وکړي''.

Image caption سیمې ته د ولسي جرګې لېږل شوي پلاوي د خپلو څېړنو په ترڅ کې موندلې چې پاکستاني ځواکونه ۴۵ څلوېښت کیلو متره د افغانستان خاورې دننه ورغلي او له کلونو راهیسې یې هلته تاسیسات جوړ کړي

بل پلو د ولسي جرګې هغه پلاوي چې د غوايي میاشتې په نهمه یې د ننګرهار ولایت ګوشتې ولسوالۍ ته سفر کړی وو، د خپلو څېړنو پایلې جرګې ته وړاندې کړې.

د ولسي جرګې غړې وژمه ساپۍ وايي د خپلو څېړنو په ترڅ کې یې موندلې چې پاکستاني ځواکونه ۴۵ څلوېښت کیلو متره د افغانستان خاورې دننه ورغلي او له کلونو راهیسې یې هلته تاسیسات جوړ کړي او د سیمې پر خلکو یې پاکستانۍ تذکرې ویشلي دي.

مېرمن ساپۍ د ولسي جرګې د یوه بل غړي فریدون مومند له قوله چې د همدغې سیمې اوسېدونکی دی وویل دغه سیمې د افغان حکومت له لوري د پاکستانیانو په واک کې ورکول شوي دي.

خو د افغانستان د دفاع وزارت ویاند بیا وايي دغه ستونزې هغه مهال رامنځ شوي چې افغانستان ملي پوځ او پولیس نه درلودل.

ورته مطالب