نړیوال بانک افغان روغتیايي چارو سره ۱۰۰ میلیونه ډالره مرسته کوي

Image caption په پام کې ده چې دا ١٠٠ ميلیونه ډالر د قابلو او روغتيا پالو پر روزنه او نورو روغتيايي برخو کې ولگول شي.

نړيوال بانک له افغان حکومت سره يو داسې تړون لاسليک کړ چې پر بنسټ به يې دغه بانک د روغتيايي چارو د لگښتونو لپاره ١٠٠ ميلونه ډالره مرسته کوي.

ټاکل شوې چې دا پيسې په راروانو پنځو کلونو کې د قابلو د روزلو، د درملو د چمتو کولو، د واکسين د بهيرونو د تطبيقولو، او د لومړنيو روغتيايي خدمتونو په برخو کې ولگول شي.

د يوې لسيزې په تيريدو او د روغتيا په برخه کې د ميلونونو ډالرو تر لگولو وروسته بيا هم اړتيا ليدل کيږي چې په دغه برخه کې نوره پانگونه وشي.

په همدې ترڅ کې نړيوال بانک له افغان حکومت سره داسې تړون لاسليک کړ چې پر بنسټ به يې په راروانو پنځو کلونو کې د دغه هيواد د روغتيا په برخه کې ١٠٠ ميلونه ډالر لگوي.

د افغانستان د ماليې وزير حضرت عمر زاخيلوال د تړون تر لاسليکولو وروسته وويل دغه راز مرستې ډاډ ورکوي چې تر ٢٠١٤ کال وروسته به د دغه هيواد روغتيايي لاس ته راوړنې له لاسه نه وځي بلکې پياوړې کيږي به.

په پام کې ده چې دا ١٠٠ ميلیونه ډالر د قابلو او روغتيا پالو پر روزنه، د واکسينونو په برابرولو، د روغتيايي چارو کارکونکو ته د معاشونو پر برابرولو، د درملو په اخستلو او نورو روغتيايي برخو کې ولگول شي.

سره له دې چې د افغانستان د روغتيا په برخه کې پرمختگونه شوي خو لاهم په دغه هيواد کې د مور او ماشوم د مړينې کچه پورته ده، د ځينو راپورونو له مخې افغانستان د هغو هيوادونو په کتار کې دى چې ٥٥ سلنه ماشومان يې د سختې خوارځواکۍ له امله کړيږي.

د نورو روغتيايي ستونزو تر څنگه دا هم يوه ستونزه ده چې د گڼو لريو پرتو سيمو خلک روغتيايي اسانتياو ته لاس رسى نه لري او چې کلينک ته ځانونه رسوي بايد څو ساعتونه مزل وکړي.

ورته مطالب