کرزی وايي لوېدیځ د ترهګرۍ په جګړه کې ناکامه تګلاره خپله کړه

Image caption د افغان ولسمشر په وينا طالبان دومره ځواکمن هم نه دي، چې د هېواد د پرمختګ روان بهير ودروي.

افغان ولسمشرر حامد کرزي ويلي دي چې د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو او بهرنيو ځواکونو د وتلو په درشل کې به بيا هم د دغه هېواد د پرمختګ پر لاره لوى ګواښ ترهګري وي چې په وينا يې اورپکي به د پولې له ها خوا يانې پاکستانه را اوړي چاودنې به کوي او نا امني به خپروي.

له ارګه د خپرې شوې خبر پاڼې له مخه افغان ولسمشر ويلي چې لوېديځ، ترهګرۍ ضد جګړه کې د ترهګرو خوندي ځالو او د انګېزې لاملونو ته پام و نه کړ، او د افغانستان په کليو کې وجنګېدل.

ښاغلي کرزي د جوړجاړي بهير ته هيله ښوولې خو ويلي دي چې پرته له جوجاړي به هم د افغانستان پرمختګونه روان وي خو له ننګونو سره به مله وي.

ولسمشر حامد کرزي ويلي د ټاکنو او بهرنيو ځواکونو د وتلو په درشل کې بيا هم ترهګري د دغه هېواد د پرمختګ لاره نيول غواړي، چې په وينا يې ترهګر به له پاکستانه راځي، دلته به چاودنې کوي او نا امني به پراخول غواړي.

ولسمشر يو ځل بيا د لوېديځوالو پر ترهګرۍ ضد جګړه نيوکه کړې او ويلي يې دي چې دا جګړه نه پخوا په سمه توګه پر مخ بېول شوې، او نه اوس پر سم تګلوري روانه ده.

ښاغلي کرزي ويلي په دغه جګړه کې د ترهګرو خوندي ځالو او د ترهګرۍ د انګېزو لاملو ته پام و نه شو او د افغانستان په کليو کې روانه وساتل شوه.

ولسمشر سولې ته هيله څرګنده کړې خو ويلي يې دي چې په دې برخه کې د پاکستان ښکېلتيا ته اړتيا ليدل کېږي او دا چاره بايد تر سره شي.

د نوموړي په وينا پرته د جوړجاړي له بهيره به هم د تېرو لسو کلونو په څېر افغانستان پرمختګ کوي خو ننګونې به ولري.

د افغان ولسمشر په وينا طالبان دومره ځواکمن هم نه دي، چې د هېواد د پرمختګ روان بهير ودروي.

هغه پر لوېديځو رسنيو نيوکه کړې چې ګواکې د افغانستان حقيتونه هسې نه بيانوي چې څنګه دي.

د ارګ د وينا پاڼې له مخې ولسمشر حامد کرزي دا څرګندونې د ډنمارک هېواد يوه تلوېزيزوني چينل ته کړي دي.

افغان ولسمشر داسې مهال پر پاکستان نيوکې کړي چې له هغه هېواد سره د سرحدي شخړو له کبله د دواړو غاړ اړيکي د پخوا په پرتله يو څه ترينګلې شوي دي.

ورته مطالب