د څرخي پله ۱۵۰ بندیانو د نه خوړو اعتصاب کړی

بندیان
Image caption زندانيان دا شمېره سلګونه ښيي او د اعتصاب لامل پر وخت د دوسيو نه څېړل کېږي او د زندان ساتونکو بد چلند يادوي.

د افغانستان د زندانونو رياست مني چې له تېرو څلورو ورځو راهيسې د څرخي پله زندان شاوخوا ۱۵۰ تنو بنديانو د نه خوړو اعتصاب کړی دی.

زندانيان دا شمېره تر دوو زرو ډېره ښيي او د اعتصاب لامل پر وخت د دوى د دوسيو نه څېړل کېدل، او د زندان ساتونکو بد چلند يادوي.

خو د افغانستان د زندانو مشر جنرال اميرمحمد جمشيد بي بي سي ته ويلي چې دوی ګواکې د ولسمشر کرزي د هغه فرمان پر وړاندې اعتصاب کړی چې د ځينو زندانيانو د بند موده يې کمه کړې او ځينو نورو ته يې بښنه کړې ده.

ښاغلي جمشد ويلي اعتصاب کوونکي زندانيان غواړي ټول له دغې بښنې ګټه واخلي، چې په خبره يې دا چاره شونتيا نه لري.

دا دی د زندانونو رياست هم ومنله چې د افغانستان په ستر زندان څرخي پله کې تر سلو ډېرو زندانيانو اعتصاب کړى دى.

يو شمېر داسې کسانو چې ځانونه يې د څرخي پله له زندانيانو او اعتصاب کونکو څخه بلل د تيلیفون له لارې بي بي سي ته وويل چې ګواکې تر دوو زرو ډېرو زندانيانو د نه خوړو اعتصاب کړى، چې شاوخوا زرو تنو يې خپلې خولې ګنډلې دي.

دغو کسانو چې ځانونه يې بنديان پېژندل بي بي سي ته وويل د اعتصاب لامل يې دا دى چې دوسيې يې پر وخت نه څېړل کېږي او د بند د مودې تر تېرولو وروسته هم په زندان کې ساتل کېږي.

بله يې دا کوله چې د يوۀ فردي جرم له کبله د يوه کس په ټس کې لس يا شل کسان زندان ته اچول کېږي. دوى د زندان د ساتونکو چلند هم ناوړه باله.

خو د زندانونو مشر جنرال امير محمد جمشيد بي بي سي ته وويل په دغو برخو کې ستونزه نشته او د دغو چارو د ارزولو لپاره په نژدې تېر مهال کې د حکومت د بېلو بنسټونو پلاوي زندان ته ورغلي وو.

ښاغلي جمشيد د غويي د اتمې نېټې د بښنې د فرمان يادونه کوله چې په وينا يې په ترڅ کې يې د يو شمېر بنديانو د بند موده کمه شوې او يو شمېر نور چې د بند موده يې لږه پاتې وه پرښودل شول.

هغه وويل د نشيي توکيو قاچاق کونکي، انسان تښتونکي، او وژونکي د ولسمشر له فرمانه ګټه نه شي پورته کولاى.

د زندانونو مشر وويل د اعتصاب کونکو شمېر له سلو تر ۱۵۰ رسېږي نه داچې تر دوو زرو ډېر دى.

هغه دا خبره هم ناسمه وبلله چې ګواکې چا دې خولې ګنډلې وي، وايي پر شونډو يې سريښ موښلي او تارونه يې پرې لګولي چې د خوراک لپاره يې بېرته پرانيزي او بيا يې سريښوي.

زندانيان بيا وايي دوى به هله خپل اعتصاب پاى ته رسوي چې ولسمشر حامد کرزى يې د ستونزو د ارزولو لپاره يو پلاوی ور واستوي.

دوی وايي کومې غوښتنې يې چې پر ځاى دي هغه دې ومنل شي او هغه چې د منلو وړ نه دي رد دې شي.

دا لومړى ځل نه دی چې په څرخي پله زندان کې د زندانيانو د نه خوړو د اعتصاب خبره راپورته کېږي.

په دغه زندان کې څو ځله مخکې هم اعتصابونه شوي او د زندانيانو له خوا د خولو ګنډلو راپورنه ورکړل شوي، ان تردې چې د زندانيانو او ساتونکو ترمنځ نښتې شوي چې له کبله يې دواړو غاړو ته مرګ ژوبله هم اووښتې ده.

ورته مطالب