پر ډاکتر عبدالله د برید مخه نیول شوې

Image caption ويل کېږي ډاکتر عبدالله دا مهال له هېواده بهر دی.

د افغانستان د ملي امنیت اداره وايي، د حکومت د یوې مخالفې سیاسي ټلوالې پر مشر ډاګټر عبدالله عبدالله یې د ځآنمرګي برید مخه نیولې ده.

ملي امنیت په خپره شوې اعلامیه کې ادعا کوي، چې دغه ځانمرګی بریدګر د طالبانو له لوري د ډاګټر عبدالله د وژنې لپاره ور استول شوی و.

د ملي امنیت ریاست چارواکي وايي، داسې مشکوک کس یې نیولی، چې غوښتل یې د حکومت د یوې مخالفې سیاسي ټلوالې پر مشر ډاګټر عبدالله عبدالله ځانمرګی برید وکړي.

ملي امینت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي دغه کس په خپلو خبرو پر ښاغلي عبدالله د ځانمرګي برید منښته کړې خو مالومه نه ده، چې دغه منښته په څه ډول حالاتو او چاپيریال کې شوې ده.

په خبرپاڼه کې دا رنګه راغلي، چې نیول شوی کس د پاکستان د پېښور په یوه مدرسه کې ځانمرګي برید ته هڅول شوی او له هغې وروسته بیا کوټې ښار ته لېږل شوی و.

د ملي امنیت چارواکي وايي، دغه مشکوک نیول شوي کس ته په کوټه کې د طالبانو د شورا له خوا ویل شوي و، چې پر ډاګټر عبدالله ځانمرګی برید ترسره کړي.

که څه هم د چارواکو په وینا ډاګټر عبدالله په کابل کې نشته خو وايي، مشکوک ځانمرګي بریدګر غوښتل د ملي ایتلاف د رهبرۍ په غونډه، چې ښاغلی عبدالله یې مشري کوي، برید وکړي. ډاګټر عبدالله عبدالله، چې په تېر ولسمشریزو ټاکنو کې کاندید و، د حکومت پر کارونو تل نیوکې کوي او د شمالي ټلوالې له مهمو څېرو ګڼل کېږي.

ښاغلی عبدالله، د افغانستان په اوسني نظام کې د بهرنیو چارو وزیر هم پاتې شوی خو اوس د حکومت د یوې مخالفې سیاسي ټلوالې مشري کوي.

ورته مطالب