کرزی: "هره ورځ مو له پاکستان سره اړیکې لا حساسېږي"

Image caption ولسمشر حامد کرزی وايي که څوک په سیمه یا بهر کې هڅه وکړي چې په افغانستان یا سیمه کې د خپلو ګټو په خاطر د افغانستان د بهرني سیاست یوه برخه یا ټول د کوم ګاونډي هېواد تر اغیز لاندې راولي دا یو خیال دی، محال دی او جنون.

ولسمشر حامد کرزی وايي د هرې ورځې په تېریدو سره د افغانستان اړیکې له ګاونډي پاکستان سره لا پسې حساسېږي.

ښاغلي کرزي وویل که هر هېواد غواړي چې د افغانستان بهرنی سیاست تر خپل اغیز لاندې راولي دا به د ده په وینا یو خوب او خیال وي.

د ښاغلي کرزي په ژبه افغانستان خو نه د طالبانو د مهال هېواد دی نه هم تر خپلواکۍ د مخکې مهال هېواد چې په وینا یې بهرنی سیاست یې د پاکستان او نګریزانو تر اغیز لاندی و.

ولسمشر کرزي چې د کابل پوهنتون د اتیایمې کالیزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وینا کوله وویل د دوهم ځل لپاره چې د افغانستان بهرنی سیاست د پردیو تر اغیز لاندې راغی په افغانستان کې د طالبانو واکمني وه.

هغه ټینګار وکړ چې که څوک په سیمه یا بهر کې هڅه وکړي چې په افغانستان یا سیمه کې د خپلو ګټو په خاطر د افغانستان د بهرني سیاست یوه برخه یا ټول د کوم ګاونډي هېواد تر اغیز لاندې راولي دا یو خیال دی، محال دی او جنون.

ولسمشر حامد کرزي یو ځل بیا دا خبره وکړه چې د پاکستان فشارونه، چاودنې او ترهګریز بریدونه به هیڅ کله د دې لامل نه شي چې افغانستان د ډیورند کرښه ومني.

ښاغلي کرزي د کډوالۍ پرمهال د پاکستاني وګړو د کوربتوب مننه وکړه خو ویې ویل خپل حکومت او پوځ دې اصلاح کړي چې افغانستان ته په پخوانیو سترګو ونه ګوري.

ولسمشر کرزي زیاته کړه چې موږ د پاکستان د حکومت او ملت ترمنځ توپیر کوو او له حکومت او چارواکو یې غوښتنه کوو چې افغانستان ته په سیمه کې د یوې سترې هستې په سترګه وګوري.

ښاغلي کرزي پاکستان ته په خطاب وویل "د افغانستان ولس ته په هغه سترګه مه ګوره چې یوه ورځ اړ شو او درغی. دا یوه پنځه زره کلنه او جرړې لرونکې ونه ده"

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ویل چې په تېره لسیزه کې یې له پاکستان سره د ښو اړیکو لرلو هر راز هڅې وکړې.

ولسمشر کرزي دغه څرګندونې په داسې حال کې وکړې چې د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې د دواړو هېوادونو د پوله ساتو ځواکونو ترمنځ د وروستیو نښتو له امله د ګڼو افغانانو احساسات پارېدلي دي.

هغه لاریونونه چې په ګوشتې ولسوالۍ کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ له نښتې وروسته د پاکستان پرضد د افغانستان په بیلا بیلو ولایتونو کې پیل شول لا هم روان دي.

ورته مطالب