افغانستان قلم ټولنه لس کلنه شوه

Image caption قلم ټولنه، چې مرکز یې ناروې کې دی، د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې د ادب او فرهنګ د دودې او د اهل قلم په لاس نیوي کې مرستې کوي.

د افغانستان قلم ټولنه دغه هېواد کې د ادب او فرهنګ برخه کې له اهل قلم سره د دوی په ادبي او هنري هلو ځلو کې مرسته کوي.

قلم ټولنه د افغان لیکوالو د ادبي او هنري اثارو په تدوین ترتیب او چاپ کې له مرستو نیولې، بیا د هغوی د یادونې، ستاینې او هڅونې پورې ونډه اخلي.

د روانې میاشتې غوايي/ ثور په ۱۹ افغانستان کې د قلم ټولنې فعالیتونه لس کلن شول. په همدې مناسبت کابل کې د دې ادارې په مرکزي دفتر کې یوه غونډه جوړه شوه.

د افغانستان قلم ټولنې د دفتر په انګړ کې لسګونه افغان اهل قلم او د علم او ادب مینه وال د دې لپاره ټول شوي وو، چې افغانستان کې د قلم نړیوالې ټولنې د فعالیتونو لس کلن بهیر وارزوي.

قلم ټولنه، چې مرکز یې ناروې کې دی، د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې د ادب او فرهنګ د دودې او د اهل قلم په لاس نیوي کې مرستې کوي.

دغه اداره له تېرو لسو کلونو راهیسې افغانستان کې هم دې برخه کې خورا فعاله ونډه لري.

افغانستان کې د قلم ټولني د پښتو برخې مسوول څېړنوال محمد نبي صلاحي راته وویل، چې تر اوسه یې ادارې د ادب او فرهنګ په برخه کې تر ۱۵۰ ټوکه ډېر کتابونه چاپ کړي دي.

د څېړنوال صلاحي په وینا دغې ادارې ته د رسمي ژبو تر څنګ د سیمه ییزو ژبو د ادبي اثارو د چاپ ویاړ هم ور په برخه دی.

Image caption لسګونه افغان اهل قلم او د علم او ادب مینه وال د دې لپاره ټول شوي وو، چې افغانستان کې د قلم نړیوالې ټولنې د فعالیتونو لس کلن بهیر وارزوي.

هغه د بیلګې په ډول د بلوچي ژبې د شعري ټولګې یادونه وکړه، چې افغانستان کې لومړی ځل د دوی ادرې چاپ کړه.

ښاغلي صلاحي راته وویل، چې د افغانستان د ادیبانو ټولنې دوی ته خپل استازي ورپېژني او له همدې استازو جوړ شوی مشرتابه پلاوی د چاپ لپاره د کتاب له ټاکلو نیولې تر ادبي غونډو پورې په ټولو چارو کې دوی ته لارښوونه کوي.

د غونډې یوه ګډونوال لیکوال او شاعر سید فخرالدین هاشمي راته وویل، چې قلم ټولنې یې په غربت کې د کتاب په چاپ کې ورسره مرسته وکړه، چې د ده د لا هڅونې سبب شو.

د قلم ټولنې په غونډه کې د افغانستان د معاصرو فرهنګیانو تر څنګ سیاسي او دیپلوماتیکو شخصیتونو هم ګډون کړی وو.

د رسمي ژبو تر څنګ غونډه کې د سیمه ییزو ژبو شاعرانو هم شعرونه ولوستل.

د افغانستان قلم ټولنه د کتابونو د چاپ تر څنګ د ادبي هلو ځلو ستاینې لپاره غوڼدې کوي، د نویو چاپ شویو کتابونو د مخ کتنې لپاره د مخکښو لیکوالو او شاعرانو په ویاړ او د نویو لیکوالو د هڅونې لپاره ادبي محفلونه جوړوي.

ورته مطالب