"زموږ په مخ کې ځینې مهم لومړیتوبونه پراته دي"

Image caption زلمي رسول خبریالانو ته وویل، چې ځینې مهم مسایل د دواړو لوریو مخې ته پراته دي.

افغانستان او امریکا وايي، تر ټولو لومړی کار به یې دا وي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي او دفاعي همکاریو تړون د لاسلیکولو وروستي پړاو ته ورسوي.

د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزارتونو چارواکي ټینګار کوي، چې د۲۰۱۴ کال ترپایه به د ټول افغانستان امنیتي چارې افغان لوري ته وسپارل شي او د ولسمشرۍ ټاکنې به هم په ټاکل شوي وخت ترسره شي.

د کابل او واشنګټن چارواکو دغه څرګندونې په کابل کې د دوه اړخیزه کېمسیون په دویمه غوڼده کې کولې. د کابل او واشنګټن ترمنځ د دوه اړخیزه کمېسیون خبرې تر ډېره د دواړو لوریو پر دوه اړخیزه اوږد مهاله همکاریو ورټولې وي.

په دغه غونډه کې، چې د افغانستان له لوري د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول او د امریکا له خوا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ویلیم برنز برخه لرله، ټینګار پر دې کېده، چې د د دوه اړخیزه امنیتي او دفاعي همکاریو دتړون وروستي کول به یې د لومړیتوبونو په سر کې وي.

ښاغلي رسول خبریالانو ته وویل، چې ځینې مهم مسایل د دواړو لوریو مخې ته پراته دي:

" زموږ په مخ کې ځینې مهم لومړیتوبونه پراته دي. چې له هغې نه زموږ د دوه اړخیزو امنیتي او دفاعي همکاریو دتړون وروستۍ پرېکړه ده. دا تړون د افغانستان د اوږدمهالي ثبات او امنیت لپاره مهم دی. بل دا چې افغان لوري ته د امنیت د سپارلو پروسه او د افغان امنیتي ځواکونو تقویه کول دي، چې دا کار زموږ د ستراتیژکې ملګرتیا مهمه برخه ده. او په ۲۰۱۴ کال کې په بریالي ډول د ټاکنو ترسره کول دي"

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ویلیم برنزهم وايي چې د داړو هېوادونو ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو تړون له لاسلیک کولو را هیسې د پام وړ پرمختګونه شوي:

" د ستراتیژیکو اړیکو د تړون او په تېراکتوبر میاشت کې د واشنګټن له غونډې را وروسته موده کې د پام وړ پرمختګونه شوي. له هغې ډلې په سیاسي، اقتصادي، او امنیتي برخو کې د لېږد پروسه دوام لري. موږ د ۲۰۱۴ کال تر پایه د امنیتي مسوولیتونو لېږد ته ژمن یو. افغان ځواکونو د ۹۰ سلنه عملیاتو ترسره کولو ته چمتو دي او موږ تمه لرو چې د سږکال تر پایه افغان ځواکونه د سل په سلو کې عملیاتو مشري وکړي"

ښاغلي برنز وویل د سیاسي لېږد پروسه د تل پاتې ټیکاو لپاره ډېره اړینه ده. هغه وویل په راتلونکې کال کې د رڼو، باوري او سراسري ټاکنو لپاره مرسته کوي، خو ټینګار یې وکړ چې د کوم ځانګړي کاندید ملاتړ نه کوي.

د افغانستان او امریکا د ګډ کمېسیون دویمه غونډه داسې مهال جوړیږي چې افغانستان کې د امریکا د پوځي اډو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي تړون خبرې تودې شوي دي.

ورته مطالب