افغان قاضي القضات ایران کې پر افغان زندانیانو غږېږي

Image caption د يو شمېر راپورونو له مخه اوس مهال په ايران کې تر دوو زرو ډېر افغانان زندانيان دي چې سلګونه يې د اعدام له سزا سره مخامخ دي.

ټاکل شوې د افغانستان د قاضي القضات په مشرۍ يو لوړ پوړى افغان پلاوى روانه اوونۍ ايران ته سفر وکړي.

د بهرنيو چارو وزارت ويلي د سفر موخه د دواړو هېوادونو تر منځ د عدلي او قضايي بنسټونو همکارۍ پياوړي کول او په هغه هېواد کې د افغان زندانيانو پر برخيلک غږېدل دي.

د يو شمېر راپورونو له مخه اوس مهال په ايران کې تر دوو زرو ډېر افغانان بنديان دي چې سلګونه يې د اعدام له سزا سره مخامخ دي.

بله خوا تېره ورځ افغان حکومت د ايران سفير بهرنيو چارو وزارت ته غوښتی و او د ايراني پوله ساتو د هغه وسله وال بريد په اړه يې ورته سخت احتجاج کړى چې په ترڅ کې لسګونو ناوسله والو افغان کارګرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کورنيو چارو وزارت بيا له ايران سره پر پوله د افغان سرحدي پوليسو دوه تنه چارواکي له دې کبله له دندې ګوښه کړي چې ګواکې د ناقانونه کسانو د اوښتو را اوښتو د مخنيوي په برخه کې يې غفلت کړى دى.

د بهرنيو چارو وزارت وايي د تلونکي پلاوي مشري د دغه هېواد د قاضي القضات پر غاړه ده، خو د عدليې وزارت، لويې څارنوالۍ او بهرنيو چارو وزارت استازي به هم د دغه پلاوي په جوړښت کې برخه ولري.

د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زي وويل ياد شوى پلاوى به له ايراني چارواکو سره د دواړو هېوادونو د عدلي او قضايي همکاريو د پياوړتيا او په هغه هېواد کې د افغان زندانيانو پر برخليک خبرې اترې وکړي.

د يو شمېر راپورونو له مخه اوس مهال په ايران کې تر دوو زرو ډېر افغانان زندانيان دي چې سلګونه يې د اعدام له سزا سره مخامخ دي.

ايران وايي تر ډېره دغه شمېر افغانان د نشه يي توکيو په قاچاق کې د ښکېلتيا په تور نيول شوي دي.

يو شمېر راپورونه دا هم وايي چې له دغو بنديانو څخه ډېر شمېر يې په داسې حال کې محاکمه شوي چې مدافع وکيلان يې نه لرل.

په تېر کې ولسمشر حامد کرزي، د دغه هېواد ملي شورا، مدني ټولنو او يو شمېر سياسي ګوندونو په ايران کې د افغانانو د اعدامولو پر وړاندې غبرګون ښوولې خو، خو دا چاره اوس هم روانه ده او د وخت په بېلو پړاونو کې افغان بنديان اعدامېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د فراه والي هم پرون د يوه رسمي سفر په ترڅ کې د ايران خراسان ولايت ته تللی چې د وروستي سرحدي بريد په اړه ورسره خبرې وکړي.

د راپورونو له مخه اوړمه ورځ سلګونه افغان وګړي د کار موندنې په موخه له افغانستانه د ايران لوري ته اوښتي وو، چې ايراني سرحدي ځواکونو پرې ډزې کړې وې.

د بهرنيو چارو وزارت وايي د دغه بريد په ترڅ کې لسګونو افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

افغان حکومت تېر مازيګر په کابل کې د ايران سفير ابوالفضل ظهره هم بهرنيو چارو وزارت ته وغوښت او د دغې پېښې په اړه يې ورته سخت احتجاج وکړ.

افغان لوري د ايران سفير ته ويلي چې د کارموندنې په موخه پر ور اوښتو ناوسله والو افغان کارګرو ډزې کول له ديني، کولتوري او ګاونډيتوب له ارزښتونو سره په ټکر کې دي.

افغان لوري ښاغلي ظهره ته دا هم ويلي چې سرحد بايد د سولې، دوستۍ او وروګلوۍ ځاى وي نه د ناوسله والو افغان کارګرو د وژلو ځاى.

ورته مطالب