کندهار کې چاودنې ۱۳ ولسي وګړي وژلي

کندهار
Image caption چاودنه د معروف او ارغستان ولسوالۍ ترمنځ شوې ده.

په کندهار کې د سړک غاړې ماین چاودنې لږترلږه ۱۳ ولسي افغانان وژلي او نه نور یې ټپیان کړي دي.

د کندهار امنیه قومندانۍ ویلي، په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم دي.

سرچینه وايي، ماین د دوشنبې په ورځ غرمه مهال د معروف او ارغستان ولسوالۍ ترمنځ هغه مهال پر خام سړک وشو، چې په یوه ډاټسن کې ولسي وګړي ارغستان ولسوالۍ ته د یوه دوست د فاتحې لپاره روان وو.

د کندهار د پولیسو ویاند غورځنګ افریدی وايي، په وژل شویو کې څلور ښځې، څلور نارینه او پنځه ماشومان دي.

چاودنه د معروف او ارغستان ولسوالیو ترمنځ په وام سیمه کې شوې ده، چې تر ډېره دا سیمه نارامه ده او ډېر کله په کې ماینونه چووي.

د کندهار سیمه ییز چارواکي وايي، لومړی په چاودنه کې لس کسه وژل شوي، خو روغتون ته د لېږد پرمهال درېیو نورو ټپیانو ساه ورکړه.

په ټپیانو کې هم ښځې او ماشومان شته.

تعویذونه

بل خوا د کندهار سیمه ییز چارواکي وايي، پنجوايي ولسوالۍ کې یې هغه اووه کسان نیولي، چې د ډیورنډ د کرښې له هاخوا یې چاودېدونکي توکي افغانستان ته راوړي وو.

دوی وايي، په دوی کې یو هغه کس هم دی، چې نژدې یونیم کال مخکې یې یو رنجر او ځینې وسلې طالبانو ته تښتولي وو.

چارواکي وايي، له دغو کسانو سره یې تر سلو ډېر د سړک غاړې ماینونه نیولي دي.

سیمه ییزو چارواکو او نیول شویو ویلي، دغو کسانو ته طالبانو تعویذونه هم کړي، او ورته ویلي یې وو که دغه تعویذونه درسره وي، هېڅوک هم څه نه شي درته ویلای او نه مو څوک نیولای شي.

نیول شویو کسانو ویلي، د افغانستان په حکومت کې داسې کسان شته، چې له طالبانو سره ښار ته د چاودېدونکو توکو په راوړلو کې مرسته کوي.

Image caption چارواکي وايي، له دغو کسانو سره یې تر سلو ډېر د سړک غاړې ماینونه نیولي دي.

دغو نیول شویو دا هم ویلي، چې په کوټه کې ځینې داسې حوېلۍ (کورونه) دي، چې طالبان په کې د ماین جوړول زده کوي، چې ځینې روزونکي یې پاکستانیان دي.

په وروستیو څلورو میاشتو کې وسله والو طالبانو خپل فعالیتونه د کندهار پنجوایي ولسوالۍ کې څو برابره ډېر کړي.

په دغه ولسوالۍ کې څلور میاشتې وړاندې یوشمېر سیمه ییز اوسېدونکي د وسله والو ضد راپاڅېدل.

په تېره میاشت کې دا دریم ځل دی چې د دې ولسوالۍ پولیس لسګونه ماینونه او ور سره یوشمېر وسله وال هم نیسي.

همداشان تېره میاشت تر لسو زیات وسله وال پنجوایي ولسوالۍ کې نیول شوی وو، چې ټول پاکستانیان وو.

ورته مطالب